وسلوالو طالبانو د دِه یک ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې، امنیه قومندان یې وژلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

وسلوالو طالبانو د دِه یک ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې، امنیه قومندان یې وژلی

نن سهار وسلوالو طالبانو په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي، چې د غزني ولایت د دِه یک ولسوالي امنیه قومنداني یې نیولې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې ویلې چې تیره شپه یې د سختو بریدونو په پایله کې د دِه یک ولسوالي امنیه قومنداني د افغان سرتیرو له کنتروله ایستلې ده

مجاهد زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې یې د یادې ولسوالۍ د امنیه قومندان په شمول ۳۵ تنه سرتیري وژلي او ګڼ شمیر مهمات یې لاس ته ورغلي دي

افغان دولت تر دې دمه د طالبانو ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي

د غزني د دِه یک ولسوالۍ له ډیرې مودې راهیسې د طالبانو په لاس کې وه خو شاوخوا یوه میاشت مخکې افغان ځواکونو بیرته له طالبانو ونیوله او بیګا شپه بیا طالبانو تر خپل کنترول لاندې راوستله

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *