د ننګرهار د حج اوقافو د حج مدیر هدایت الله هجران وژل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د ننګرهار د حج اوقافو د حج مدیر هدایت الله هجران وژل شوی

د ننګرهار ولایت څخه راپورونه وایی چې د جلال اباد په ښار کې ناپیژانو وسلوالو د حج اوقافو د ریاست د حج مدیر قاري هدایت الله هجران وژلی ده

د ننګرهار چارواکي وایي چې په نوموړي نن د جلال اباد ښار کې ناپیژاندو کسانو ډزې کړي او وژلی یې ده

برید کونکي له پیښې وروسته په تیښته بریالي شوي دي

د هجران د وژنې مسؤلیت تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې منلی نه ده

په دې ورستیو کې په ننګرهار کې د دیني علماو وژنې زور اخیستی چې تر دې دمه تر شلو زیات دیني عالمان پکې وژل شوي خو حکومت یې پروړاندې خاموشي اختیار کړې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *