ولسمشر غني د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسیدلی او له عمران خان سره یې کتلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ولسمشر غني د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسیدلی او له عمران خان سره یې کتلي

افغان ولسمشر اشرف غني نن پنجشنبه د څلورنیم کلونو وروسته دوهم ځل ګاونډي هیواد پاکستان ته سفر کړی ده

له ولسمشر غني سره په سفر کې دده د کابینې زیات غړي هم شامل دي

افغان ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په بلنه دغه هیواد ته د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د افغان اریانا هوایي شرکت په الوتکه کې نن غرمه اسلام اباد ته ورسیده

له ولسمشر سره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مالیې وزارت سرپرست وزیر همایون قیومي،د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی، د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین ادریس زمان، او د جمهوري ریاست د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي ملګري دي

په اسلام اباد کې د ولسمشر او ورسره پلاوي د هرکلي لپاره صرف د پاکستان د تجارتي چارو مشیر عبدالرزاق داود په هوایي میدان کې نوموړي ته هرکلي ته راغلی وو

وروسته یې د پاکستان له خارجه چارو وزیر شامحمود قریشي سره لیدلي او بیا یې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره کتلي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي ویلي چې د افغان ولسمشر دغه سفر به د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو او همکاریو د لاپراختیا او د باوري فضاء رامنځ ته کولو کې ګټور ثابت شي

افغان ولسمشر له قریشي سره په خبرو کې ویلي چې نوموړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په خاطر د سولې د مشورتي لویې جرګې د استازو د اجماع او وړاندیز وروسته پاکستان ته راغلی ده

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل چې د دواړو هیوادونو اړیکې او مناسبات باید په متقابل درناوي او د دولت په دولت ترمنځ د اړیکو د اصل په اساس برابر وي او هیله یې وښوده چې د نوموړي دغه سفر به ددواړو هیوادونو ملتونو ته مثبتې پایلې ولري

وروسته افغان ولسمشر له عمران خان سره لومړی د بندو دروازو تر شا یو ساعت خبرې کړي او بیا یې ددواړو هیوادونو د پلاوو نور چارواکي هم خبرو ته ورغوښتي دي

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري ویلي چې ولسمشر به په دغه سفر کې معلومه کړي چې ګاونډي هیوادونه خصوصا پاکستان څومره د افغان سولې په خبرو اترو کې ریښتونی ده

بل لور ته د پاکستان د حکومت له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې دواړه مشران به د سیمي د امنیت، تجارتي اړیکو ، سیاسي او امنیتي لارو چارو ترڅنګ د سولې په اړه هم خبرې اترې وکړي

ټاکل شوې چې دواړه مشران به همدا راز د پوهنې او د دواړو هیوادونو د وګړو ترمینځ د اړیکو په باب هم خبرې وکړي او سبا به ولسمشر غني په لاهور ښار کې د تجارانو یوې غونډې ته هم وینا وکړي

تردې وړاندې افغان ولسمشر واک ته تر رسیدو څو میاشتې وروسته په ۲۰۱۴م کال کې اسلام اباد ته تللی وو چې هغه وخت یې دروند استقبال شوی وو او د پوځ له سلامي وروسته ورته د توپونو ډزې هم شوې وې خو دا ځل د اسلام اباد په هوایي میدان کې له سوړ هرکلي سره مخ شو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *