حقوق بشر سازمان: په شپینیو چاپو کې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

حقوق بشر سازمان: په شپینیو چاپو کې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې

په افغانستان کې د تیرې څه مودې راهیسې د افغان ځانګړو ځواکونو صفر یک، صفردو، کمپاین، او کمانډو ځواکونو له لوري په کلیوالو سیمو باندې شپېنیو چاپو او بمبارونو زور اخیستی چې ورسره د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ډیر زیاتوالی راغلی او د ولسي خلکو ترڅنګ یې اوس د حقوق بشر ادارې هم په اړه اندیښنې ښودلي دي

په افغانستان کې د بشر د حقوقو سازمان مشر” لعل ګل لعل “ ویلي، داسې ډیر اسناد یې ترلاسه کړي چې د ګډو ځواکونو په شپینیو عملیاتو او بمبارونو کې د ملکي خلکو وژنه زیاته شوې ده

لعل ګل زیاته کړې، چې د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتیدا په اړه دوی ته زیات شکایات رسیدلي او دوی له افغان دولت سره شریک کړي هم دي خو په خبره یې چې چا غوږ نه دی پرې ګرولی

نوموړي ویلي، چې له حکومت څخه یې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي او د شپینیو چاپو د کمیدو غوښتنه کړې خو تر دې دمه کوم کمی نه دی پکې راغلی

د ولسي مرګ ژوبلې په اړه د افغان ولس اعتراضونه هم تر بل هر وخت زیات شوي او په ګڼو ولایتونو کې یې د شپینیو چاپو پر ضد لاریونونه کړي

خو افغان دولت وایي، چې د دوی شپیني عملیات مؤثر دي او د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه سترګې پټوي

دولت وایي، چې د دوی ځواکونه د طالبانو په مرکزونو، د مخدره موادو په کارخانو او د طالب مشرانو په ځایونو عملیات ترسره کوي خو ولسي خلک بیا وایي، چې افغان ځواکونه د طالبانو په مرکزونو نه بلکي په ولسي خلکو چاپې وهي او کلیوالې سیمې بمباروي او په عملیاتو کې بهرني ځواکونه هم ورسره وي

په تیر ژمي کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې په ګڼو ولایتونو کې دیني مدرسې او مسجدونه ونړول شول او خلکو یې په اړه پراخ اعتراضونه هم وکړل خو دولت یې خبرو ته غوږ تر اوسه نه دی نیولی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *