حنیف اتمر: مونږ موقت حکومت غواړو موجوده ولسمشر نه منو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

حنیف اتمر: مونږ موقت حکومت غواړو موجوده ولسمشر نه منو

د افغانستان د سولې او اعتدال ګوند مشر نن د کابل په غازي سټوډیوم کې هغو سلګونو لاریون کونکو ته وینا وکړه کوم چې نن د افغان ولسمشر اشرف غني د واک پریښودو په خاطر راوتلي وو او لاریون یې کړی

حنیف اتمر په خپله وینا کې وویل چې د افغان ولسمشر د مشرۍ موده ختمه شوې، مونږ نور غني نه منو، مونږ یو موقت حکومت غواړو.

اتمر زیاته کړه چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې باید ددې ظالم، فاسد او نامشروع حکومت تر چتر لاندې ترسره نشي ځکه دا فاسد حکومت ده دوی تقلب کوي

حنیف اتمر وویل چې همدغه فاسد او نامشروع حکومت د ولسي جرګې په ټاکنو کې فساد وکړو او په راتلونکو ټاکنو کې هم غواړي همداسې کار وکړي

د اتمر په خبره چې دغه حکومت د پیسو په زور ځینې خلک راوستل او په ناقانونه توګه یې پالمان ته کامیاب کړل اوس په همغو پیسو د راتلونکو ټاکنو لپاره ځان ته کمپاین تر سره کوي

داتمر په خبره موجوده حکومت نه یواځې دا چې نامشروع ده بلکه د قومونو او ملتونو ترمنځ نفاق اچول یې دنده جوړه کړې او د سولې غټ دښمن همدا حکومت ده

حنیف اتمر په داسې مهال د موجوده ادارې پرخلاف داخبرې کوي چې نوموړي په همدغه اداره کې پنځه کاله تیر کړل او په اوله شپه یې له امریکا سره امنیتي سند امضاء کړو، له ولسمشر سره یې په ګډه د ډیورنډ په کرښه معامله وکړه او په پټه یې پاکستان ته لاسلیک کړه، او هغه ټولې کړنې چې نوموړی یې د ولسمشر غني لپاره تور داغ بولي همده په ګډه ورسره ترسره کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *