ننګرهار کې یو ځل بیا دوه دینې عالمان وژل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ننګرهار کې یو ځل بیا دوه دینې عالمان وژل شوي

د ننګرهار ولایت څخه راپورونه وایي، چې تیره ورځ په دغه ولایت کې یو ځل بیا د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې دوه تنه دیني عالمان وژل شوي دي

راپورونه وایي، چې تیره ورځ د دغه ښار په څلورمه ناحیه کې د مولوي عزت الله په نوم یو دیني عالم په ډزو وژل شوی او بریدګر په تیښته بریالي شوي دي

همدا راز بیګا ماښام د یاد ولایت په غني خیلو ولسوالۍ ګولایي سیمه کې هم ناپیژاندو وسلوالو د جان افضل په نوم یو تن دیني عالم باندې ډزې کړي او وژلی یې دی

د مولوي جان افضل قاتلین هم له برید وروسته له سیمې تښتیدلي دي

د تیرې یوې میاشتې په دوران کې تر پنځلسو زیات دیني عالمان په ننګرهار ولایت کې ووژل شول خو دولت یې په اړه چوپه خوله دی او تر ننه یې د یو عالم قاتلین هم نه دي معلوم کړي

د ننګرهار اوسیدونکي وایي، چې د نوي والي له راتګ سره په دغه ولایت کې د دیني عالمانو وژنې زور اخیستی او زیات شمیر علماء د حکومت تر کنترول لاندې ساحو کې ووژل شول

تر اوسه د دغو وژل شویو عالمانو قاتلین نه دي پیژندل شوي او نه هم کومې ډلې ددوی د وژنې مسؤلیت منلی دی

د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي وایي، چې حکومت په لوی لاس په دغه ولایت کې د دیني علماؤ وژنه پیل کړې ځکه یې په وړاندې کوم اقدام نه کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

1 څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *