ایران ته د ټرمپ نوی خبرداری؛ سخت بندیزونه به پرې ولګیږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

ایران ته د ټرمپ نوی خبرداری؛ سخت بندیزونه به پرې ولګیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ایران به سخت بندیزونه ولګیږي او په وینا یې دا به تر هغې پورې دوام کوي، ترڅو د ایران رهبري نه وي بدله شوې

ټرمپ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې سبا( دوشنبه) به په ایران د نویو خو سختو بندیزونو اعلان وکړي

ډونالډ ټرمپ لا په ډاګه کړې نه ده، چې ایران به له څه ډول بندیزونو سره مخ شي خو دومره یې وویل چې د ایران زیات شمیر سکتورونه به زیان وویني

ده همدا راز خپله پخوانی خبره یوه ځل بیا تکره کړه او ویې ویل، چې ایران به اټومې وسله رانه ونه ګوري

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ایراني مشرانو ته سپارښتنه کړې، چې له حقیقته دې ځان خبر کړي

ده ویلي، که ایراني مشران هرڅومره ټینګ ټینګ لګیږي، هغومره به زیان زیاتیږي

پمپیو له ایران سره خبرو ته اشاره کوي او وایي، چې ایران ترڅو خبرو ته اماده شوی نه وي، امریکا به فشارونه ورباندې راولي خو ایران د امریکا دا خبره غیر عاقلانه بولي او وایي، د زور او خبرو منطق دواړه همهاله پر مخ بیول غیر معقول کار دی

ایراني مشران وایي، امریکا دې خپله رویه بدله کړي، خبرې به وشي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *