کابل: د سوک وهنې د فدراسیون مشر میرمن وژل شوې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کابل: د سوک وهنې د فدراسیون مشر میرمن وژل شوې

د کابل څخه راپورونه وایي، چې د دغه ښار په درېیمه ناحیه کې د سوک وهنې د فدراسیون د مشر ”حمیدالله حمیدي“ میرمن باندې برید شوی او وژل شوې ده

د کابل ښار د پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي، چې په درېیمه ناحیه کې نامعلومو وسلوالو د حمید الله حمیدي په میرمن ډزې کړي او وژلې یې ده

نوموړي په دې اړه له نورو معلوماتو ورکولو ډډه کړې او دایې هم نه دي ویلي، چې یاده میرمن څه کاره وه او ولې وژل شوې ده

تر اوسه د یادې پیښې انګیزه نه ده معلومه او نه هم کومې ډلې د یادې میرمنې د وژنې مسؤلیت منلی دی

ویل کیږي بریدګر له برید کولو وروسته په تیښته بریالي شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *