پاکستان: د افغان سولې په اړه غونډه روانه ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

پاکستان: د افغان سولې په اړه غونډه روانه ده

د پاکستان په مري ښار کې د افغان سولې په اړه غونډه شروع ده

په دې غونډه کې د ګلبدین حکمتیار، حنیف اتمر، عطا محمد نور، محمد محقق، کریم خلیلي په ګډون زیات شمیر نورو افغان سیاسیونو هم ګډون کړی دی

دا غونډه د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات بنسټ لخوا د پاکستان د حکومت په ملاتړ جوړه شوې ده

ځیني راپورونه شته، چې د وسلوالو طالبانو استازو هم ګډون پکې کړی خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم بلنه ورکړل شوې وه خو د هغه په وینا چې د وخت د نشت له امله یې غونډه کې ګډون ونکړای شو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *