ټرمپ تیره ورځ پر ایران د برید امر وکړ، خو بیرته پښیمانه شو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

ټرمپ تیره ورځ پر ایران د برید امر وکړ، خو بیرته پښیمانه شو

امریکایي رسنۍ وایي، چې د ایران له لوري د امریکا د بې پایلوټه الوتکې تر ویشتل کیدو سمدستي وروسته ډونالډ ټرمپ په ایران د برید کولو امر ورکړ خو برید تر سره نشو او ټرمپ پښیمانه شو

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه جګپوړي امریکایي له قوله خبر ورکړی، چې ټرمپ امر کړی وو چې تر لمر لوید مخکې دې په ایران برید ترسره شي

د یاد امریکایي له قوله چې جنګي بیړۍ او طیارې انتظار وې خو ټرمپ بیرته خپله فیصله واخیسته

تر اوسه پنټاګون په دې اړه رسما څه نه دي ویلي

امریکا ادعا کوي چې ایران یې الوتکه د نړیوالو اوبو پر سر له ایراني حریم د باندې ویشتلې خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه د ایران حدودو ته داخله شوې وه ځکه یې وویشتله

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *