کونړ کې یو ځل بیا د طالبانو له لوري محاصره داعشیان د الوتکو په مټ وژغورل شو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کونړ کې یو ځل بیا د طالبانو له لوري محاصره داعشیان د الوتکو په مټ وژغورل شو

د کونړ ولایت څخه راپورونه وایی، چې تیره شپه امریکایي الوتکو په هغه سیمه کې ګڼ شمیر الوتکې کینولې، په کومه سیمه کې چې د کونړ له مختلفو سیمو څخه د وسلوالو طالبانو د بریدونو په نتیجه کې داعش جنګیالي ټول شوي وو

د سیمې اوسیدونکي وایی، چې دولتي سرتیرو او امریکایانو په هغه سیمه چاپه ووهله او د داعش جنګیالیو مشران او کورنۍ یې یو ځل بیا د طالبانو له بریدونو وژغورل او په چورلکو کې یې نامعلوم لور ته انتقال کړل

وسلوالو طالبانو هم په یوه خبر کې ورته ادعا کړې ده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي، چې له تیرې یوې هفتې راهیسې یې د کونړ په مختلفو ساحو کې د داعش پرخلاف پریکنده عملیات پیل کړي دي

مجاهد زیاته کړې، چې د دوی د پریکنده عملیاتو په نتیجه کې د داعش وسلوالو مهم افراد او مشران د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار درې کرچندو سیمې ته پناه یوړله

مجاهد وایي، چې بیګا شپه تر لسو زیاتې امریکایي الوتکې د مزار درې په یاده سیمه کې له سلګونو افغان عسکرو سره یو ځای ښکته شول او د داعش مهم افراد مشران او د هغوی کورنۍ یې د هلیکوپترو په مټ یو ځل بیا د طالبانو له بریدونو وژغورل او نامالوم لور ته یې انتقال کړل

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې یادو الوتکو لومړی د طالبانو په لومړي خط سخت بمبار تر سره کړ او کله چې له سیمې پورته کیدل نو د داعش مشران او د هغوی د کورنیو غړي یې له ځان سره په چورلکو کې پورته کړل

تر دې وړاندې د جوزجان ولایت درزاب ولسوالۍ کې هم افغان او بهرنیو ځواکونو د داعش ۲۵۰ محاصره افراد او کورنۍ د چورلکو په مټ د طالبانو له بریدونو وژغورل او حکومتي بیزونو ته یې انتقال کړل چې وروسته یې هیڅ څرک ونه لګیده

دا ځل امریکایانو داعیشیان په داسې حال کې د طالبانو له بریدونو د چورلکو پرمټ وژغورل چې بل لور ته امریکا تل داعش په افغانستان کې یو لوی خطر بولي

د امریکایي او افغان ځواکونو له لوري بار بار د داعش د مهمو بهرنیو افرادو او کورنیو د طالبانو له بریدونو ژغورل دا په ګوته کوي چې امریکا د داعش په واسطه غواړي په سیمه کې خپل یرغل ته جواز پیدا کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *