پاکستان کې د افغان مهاجرینو پر برخلیک خبرې روانې دي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

پاکستان کې د افغان مهاجرینو پر برخلیک خبرې روانې دي

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان،پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د چارواکو تر منځ د افغان مهاجرینو په برخلیک ټاکلو خبرې روانې دي

غونډې ته د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي وویل چې په دې ورستیو کې د مختلفو هیوادونو څخه سلګونو زره هیوادوال وطن ته راستانه شوي دي.

بلخي زیاته کړه چې افغان دولت هڅه کوي چې د پاتې افغانانو د هیواد ته راتللو لپاره هم زمینه برابره کړي

تر دې وړاندې د خیبر پختونخوا ایالتي حکومت له مرکزي دولت غوښتنه کړې وه چې نور د افغان مهاجرینو د پاتې کیدو موده ونه غځوي.
خو د پاکستان د سرحدونو وزیر شهریار افریدي نن غونډې ته وویل چې د افغان مهاجرینو د تللو یا پاتې کیدلو پریکړه کې د خیبر پختونخوا ایالتي حکومت واک نلري او د مهاجرینو په اړه هره پریکړه به مرکزي حکومت کوي او ایالتي حکومتونه به یې مني

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د قانوني اوسیدلو موده د روانې جون میاشتې په دیرشمه پای ته رسیږي او د راتلونکي وخت لپاره به افغانستان، پاکستان او د کډوالو عالي کمیشنري په ګډه پریکړه کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *