طالبانو د محمد مرسي په مرګ خواشیني ښودلې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالبانو د محمد مرسي په مرګ خواشیني ښودلې

وسلوالو طالبانو د اخوان المسلمین ګوند د مشر دوکتور محمد مرسي په مرګ خواشيني ښودلې او د اسلامي امت لپاره یې ستره ضائعه ګڼلې ده

د اخوان المسلمین دا مشر د مصر لومړی ولسمشر وو چې له انتخاباتي لارې ټاکل شوی وو

نوموړی تیره ورځ محکمې ته راوستل شوی وو او په محکمه لومړی پرې ضعف ورغلی وو او له هغه وروسته یې ساه ورکړه

د مرسي په مرګ ټولې اسلامي نړۍ خواشیني څرګنده کړې او د مصر اوسنی حکومت یې مستبد او ظالم ګڼلی دی

وسلوالو طالبانو ویلي، چې د محمد مرسي سره شوی ظلم دا ثابتوي چې د اسلام په لار کې هدف ته رسیدل تکالیف، قربانۍ او لوړ عزم غواړي

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په مرسي به د اسلام او بشریت تاریخ تل ویاړ او افتخار کوي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *