د ولسي جرګې د نن ورځې غونډه هم په جنجال پای ته ورسیده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د ولسي جرګې د نن ورځې غونډه هم په جنجال پای ته ورسیده

نن ورځ د ولسي جرګې د رئیس ټاکلو پر سر د جنجالونو د حل په موخه دائره شوې غونډه هم د جرګې د وکیلانو له شدید اختلاف وروسته پر جنجال بدله او بې پایلې پای ته ورسیده

د میر رحمان رحماني پلویانو ادعا کړې، چې مونږ د هر قسم رایو کارولو لپاره رضایت وښوده خو یو شمیر وکیلانو موضوع جنجال ته کش کوله.

د یادې جرګې غړي عبدالقادر قلاتوال غونډې ته په وینا کې وویل چې د لنډ مهالي ادارې پلاوو ته لږ غیرت او شرم پکار دی، باید د ولس پر وړاندې مسؤلیت وپیژني، باید چې نن خو یوې نتیجې ته رسیدلي وای.

د ولسي جرګې بل غړي سید احمد خادم وویل، هغو کسانو چې خپله رایه پلورلې ده، هغوی رایه نه بلکې ایمان، وجدان او ناموس پلورلی، پر داسې وکیلانو دې لعنت وي.

غونډه هغه وخت پر جنجال بدله شوه کله چې د جرګې د دارالانشاء غړي د پاڼو د چاپ لپاره له تالار بهر ووتل نو یو شمیر وکیلانو د غونډې تالار پریښود او ووتل

بل لور ته نن بیا د میر رحمان رحماني پلویانو کوشش کاوو چې ګواکې رحماني بریالی دی او غوښتل یې چې د ریاست پر چوکۍ یې کینوي خو خبره وروسته تر جنجال ورسیده او غونډه بې نتیجې پای ته ورسیدله.

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *