د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په محکمه کې مړ شو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي په محکمه کې مړ شو

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د مصر پخوانی ولسمشر او د اخوان المسلمین ګوند مشر محمد مرسي نن د محکمې په جریان کې مړشوی دی

ویل کیږي، محمد مرسي چې نن کله محکمې ته حاضر کړل شو نو لومړی ضعف او وروسته یې ساه ورکړه

رویټرز دغه خبر د مصر د حکومتي تلویزوني چینل د اعلان پر بنسټ ورکړی دی

محمد مرسي چې په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند مشر بلل کیده، د مصر د پخواني بل ولسمشر حسنِ مبارک له راپرځیدو وروسته د انتخاباتو په مټ ولسمشر شوی وو او په ۲۰۱۳م کال ورباندې د سیسي له خوا کودتا وشوه او نوموړی یې بندي کړ

نوموړی تر اوسه په زندان کې وو او نن یې د محکمې په جریان کې ساه ورکړه

په دې اړه د مصر حکومت نور تفصیلات نه دي ورکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *