د افغانستان په جنوب کي د امریکايي عسکرو وتلو هیله او بېره ایجاده کړې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د افغانستان په جنوب کي د امریکايي عسکرو وتلو هیله او بېره ایجاده کړې ده

اغلې اشلي جکسن د افغانستان د چارو یوه ځوانه او با استعداده محققه ده. جکسن د افغانستان د کلیوالي سیمو په اړه جالبي مقالې لیکي دي. هغې هلمند، لوګر، او وردګو ته سفرونه کړي دي، او هلته يې د محلي خلګو او طالب جنګیالیو سره خبري کړي. امریکايي اخبار(سټارس اینډ سټرایپس) د جکسن سره یوه مرکه کړې ده چي غټ ټکي يې دا دي:

د افغانستان د چارو معتمده څارونکې اغلې اشلي جکسن وايي په لشګرګاه کي عام خلګ د طالبانو او امریکایانو تر مینځ د اووم روانډ خبري څاري، او محلي خلګ وايي چي بالاخره به طالبان بیا قدرت ته ورسېږي. هغه وايي،«زه به هیڅکله دا و نه وایم چي د طالبانو تر کنټرول لاندي سیمو کي خلګ د طالبانو سره موافق دي، او یا يې د هغوی له ادارې سره همنظره دي، خو زه فکر کوم چي خلګ اوس د هغوی راتګ ته یو ډول ذهني تسلیم سوي دي.»

اغلې جکسن په هلمند، لوګر، او وردګ کي د ۹۰ (نوي) ملکي افغانانو سره مرکې کړي دي. په نادعلي کي محلي خلګو ورته ته ویلي دي چي طالبان حتما راځي. هغه وايي په نادعلي کي هیچا د طالبانو شعارونه له دیوالونو څخه نه دي پاک کړي، او دا د یو څه نمانیده ګي کوي.

جکسن وايي دا د دې مانا و نه ورکوي چي په کلیوالي سیمو کي طالبان د خلګو خوښېږي، کلیوالي افغانان هم د ښاریانو په شان تر هغه زیاته آزادي غواړي چي طالبانو ورته منلې ده.

خو جکسن وايي په کلیوالي سیمو کي خلګو راته وویل چي هغوی د طالبانو سره عادت کړی دی، ځکه اکثره يې د دوی وړونه او ګاونډیان دي. خو پر افغان اردو او پولیسو باندي اعتماد نه لري. جکسن وايي په کلیوالي سیمو کي خلګ د روان جنګ پړه پر متحده ایالاتو باندي اچوي.

جکسن وايي،«پدې سیمو کي قریب ټول ملکي افغانان وايي چي د جنګ د اوږدېدو او دایمي کېدو اصلي عامل د امریکا ځواکونه دي.»

جکسن وايي اکثره کلیوالي افغانان باور لري چي کله امریکايي او نور خارجي عسکر له افغانستانه ووزي، افغانان به په خپل مینځ کي د سولي کولو توان پیدا کړي.

خو اغلې جکسن وايي اکثره ملکي افغانان او طالب جنګیالي باور لري چي د سولي تر هر راز معاملې راوروسته به هم طالبان د هلمند زیاتي برخي په خپله ولکه کي ولري، او د نورو منطقو د نیولو هڅه به جاري وساتی.

د کجکي ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالعزیز وايي د هغه څلور زامن او درې ورېرونه عسکر ول، او د طالبانو سره په جنګ کي وژل سوي دي. هغه وايي که چیري جنګ ختم سي، هغه چمتو دی چي طالبان وبخښي. «د خپل وطن د مستقبل لپاره، زه چمتو یم چي طالبان عفوه کړم. زه اماده یم چي خپل عواطف د سولي لپاره قرباني کړم.»

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *