د کرکټ ننۍ هیښونکې سیالي؛ پاکستان هند ته په ستر توپیر لوبه وبایلله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

د کرکټ ننۍ هیښونکې سیالي؛ پاکستان هند ته په ستر توپیر لوبه وبایلله

د ۲۰۱۹م کرکټ نړۍ وال جام کې نن د دوو سختو رقیبو هیوادونو پاکستان او هند ترمنځ سیالي وه

هند لومړی توپ وهنه وکړه او د ۵۰اورونو په لوبولو سره یې ۳۳۶منډې جوړې کړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې ۳۳۷ منډې هدف وټاکه

د پاکستان د توپ وهنې پرمهال د باران د ورېدو له امله لوبه ډیره وځنډېده چې له همدې وجې اورونه ۴۰ ته راکښته شول او ۳۰۲هدف وټاکل شو

خو پاکستانۍ لوبډلې د ۴۰ اورونو په لوبو سره وتوانېد چې ۲۱۲ منډې وکړي او خپله لوبه یې هند ته وبایلله

هند تر دې وړاندې درې نورې لوبې هم ګټلي دي

ډیر احتمال شته هند د دې نړۍوال جام ګټونکی شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *