نن په نړیوال جام کې د دوه سرسختو رقیبو هیوادونو تر منځ لوبه کیږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

نن په نړیوال جام کې د دوه سرسختو رقیبو هیوادونو تر منځ لوبه کیږي

ټاکل شوې ده چې نن ورځ به د انګلستان په یو لرغوني تاریخي (اولډ ټرافورډ )لوبغالي کې د نړیوال جام سیالۍ د دوه سر سختو او رقیبو هیوادونو پاکستان او هندوستان ترمنځ تر سره شي

ویل کیږي چې ددغې لوبې کتلو ته تر یومیلیون زیاتو کسانو د ټکټ اخیستلو غوښتنه کړې ده خو پر دغه لوبغالي کې فقط درویشت زره کتونکي ځایدلای شي

ددغو دوو هیوادونو تر منځ لوبه هرکال د دغو هیوادونو له وګړو پرته د نړۍ زیات شمیر وګړي په مینه ګوري

هندوستان او پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې د کشمیر په سر یې د څو لسیزو راهیسې کلکه دښمني کړې ده او د دواړو هیوادونو تر منځ څو ځله سختې جګړې هم شوي دي

د انګلستان د مانچیسټر هوایي ډګر مسؤلینو ویلي چې لس ځانګړې الوتکې په دې ګمارل شوي چې د نړۍ له مختلفو هیوادونو سیلانیان دغه هیواد ته راورسوي

نن د لوبې په جریان کې د باران وریدو اټکل هم شوی ده

دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماسپښین ۲:۰۰ بجې پیل کیږي

دا چې دغه لوبه به کوم هیواد ګټي فیصله به وخت کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *