ښایي د طالبانو او خلیلزاد خبرې راتلونکې اونۍ په قطر کې بیا پیل شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ښایي د طالبانو او خلیلزاد خبرې راتلونکې اونۍ په قطر کې بیا پیل شي

ځینو سرچینو ویلي چې طالبان او د امریکا مرکچي خلیلزاد به په راروانه اونۍ کې یو ځل بیا د خبرو اترو اووم پړاو د قطر په پلازمینه دوحه کې پیل کړي

د ویسا ورځپاڼې لیکلي چې داځل خلیزاد غوښتل چې طالبان د خبرو لپاره اسلام اباد ته وغواړي او د افغان چارواکو سره یې خبرو ته کینوي خو طالبانو د تیر په څیر بیا انکار کړی

تردې وړاندې طالبان د ناروې هیواد له لوري هم د افغان سولې په اړه جوړه شوې غونډې ته دعوت شوي وو خو کله چې د افغان دولت دوه تنه چارواکي سلام رحیمي او امرالله صالح یادې غونډې ته وبلل شول طالبانو په غونډه کې له ګډون څخه انکار وکړو

د طالبانو او امریکا د خبرو اترو دغه اووم پړاو ښایي په راتلونکو ۹ ورځو کې پیل شي

داځل خبرو ته د امریکایي لوري په شمول ګڼ شمیر کسان د نتیجه ټاکونکي پړاو په نظر ګوري، چې ښایي د امریکایي ځواکونو د وتلو پریکړه پکې تر سره شي

دا مهال د طالبانو یو پلاوی د ملا برادر اخوند پر مشرۍ د چین په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللی ده تر څو له چنایي چارواکو سره د راتلونکي افغانستان په اړه خبرې وکړي او چین ته له افغانستان څخه د ګواښ نه پیښیدو ډاډ او اطمینان ورکړي

بل لورته په امریکا کې د ریاست جمهوري انتخابات نږدې شوي او د متحده ایالاتو مشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي تر څو تر راتلونکو انتخاباتو مخکې ځان امریکایي ولس ته مطرح کړي او په دوهم ځل انتخاباتو کې د امریکایي ولس ملاتړ خپل کړي

له همدې امله ټرمپ په زلمي خلیلزاد فشار زیات کړی چې هرڅومره زر ممکن وي د افغانستان جګړې ته د حل لار پیدا کړي او خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي چې د ټرمپ داکار به نوموړی په امریکا کې د افغان جګړې د ختمولو هیرو ثابت کړي او په دوهم ځل انتخاباتو کې به د ولس زیاتې رایې تر لاسه کړي

سیاسي شنونکي په دې باور دي چې خلیلزاد داځل هڅه کوي تر څو طالبانو ته ځینې امتیازات ورکړي چې د یو شمیر طالب بندیانو ناڅاپه خلاصیدل هم ددغې خبرې ښکارندویي کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *