پرلپسې بایلل او هغه هم په دومره توپیر، څو ټکي روښانوي: – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

پرلپسې بایلل او هغه هم په دومره توپیر، څو ټکي روښانوي:

اجمل اند

• دا ماتې تصادفي او بخت سره تړلي نه دي، بلکې افغان لوبډله ناسم مدیریت او خپل منځی ناخوالو سخته زپلې او وړتیا یې نژدې نیمه راکمه شوې ده. البته په عمومي توګه په تیرو څو کلونو کې د مدیریت کلمه په افغانستان کې ډیره وشرمول شوه.

• د نړیوال جام په درشل کې نوی لوبډلمشر رامخې ته کول او لوبډله کې نور بدلونونه یوازې د اشخاصو د خوښې او شخصي سلیقي پر بنسټ شوي، د لوبغاړو ترمنځ اعتماد او د لوبډلې پیاوړتیا په کې ګرد سره نه ده سنجول شوې. له لومړي سره خپله مخکښو لوبغاړو په دې اړه اندېښنې راپورته کړې وې، چې یا وویرول شول او یا د دلاسه کولو هڅه وشوه.

• کله چې نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان شوه، هلته په بریتانیا کې په کې بیا ګوتې وهل په لوی لاس د بې باوریو زیاتول وو، او د یو ښه توپ وهونکي ( شهزاد) د ایستلو په پریکړه کې بیا هم د لوبډلې د وړتیا او لوبو په اړه فکر نه دی شوی، بلکې د شخصي خوښې ناخوښې پر بنسټ پریکړې شوې دي.
• او وروستۍ خبره دا چې هیڅکله باید د پریکړو واک مغروره، له ځان راضي، خودخوا او داسې چاته ونه سپارل شي چې ټول عمر کې یې یو ځل هم نه وي خندلي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *