د ملا برادرۍ په مشرۍ طالب پلاوی په چین کې دی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د ملا برادرۍ په مشرۍ طالب پلاوی په چین کې دی

د وسلوالو طالبانو د مشر د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو هیئت دا مهال په چین کې دی

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ملا محمد عمر د دفتر ویاند عبدالحی مطمئن وایي، چې د ملا برادر اخوند په مشرۍ یو پلاوی چین ته د سلا مشورو لپاره تللی دی

مطمئن له کابل نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرو تر پیل وروسته طالبان هم غواړي د سیمې له هیوادونو سره سلا، مشوري وکړي او نظرونه سره تبادله کړي

د مطمئن په وینا چې د اووم پړاو خبرې حساسې او برخلیک ټاکونکې ښکاري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *