د افغانستان معما – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د افغانستان معما

ښاغلی امین سیکل د جون پر ۱۳ کي لیکي د افغانستان مغلق حالت ښايي یوازي د امریکا او روسیې په موافقې باندي فیصله نه سي، بلکي ښايي دا ضروروي چي د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي هم یوې اجماع ته سره ورسېږي، او بیا یوه داسي موافقه عملي کړي چي په نتیجه کي افغانستان باثباته کړي.

پروفسور سیکل ادامه ور کوي او لیکي د ۲۰۱۸ په جنوري کي اشرف غني په عام محضر کي اعتراف وکړ چي د امریکا له حمایته پرته به يې حکومت دوام و نه کړي. نن سبا هم د هغه هماغه اقرار بېخي صدق کوي. د افغان حکومت بې نظمه او ګډوډ دی، او د افغان اردو مازي طالبان له ځانه لیري ساتي.

بلخوا، جمهورریس ټرمپ غواړي چي له افغانستانه راووزي. البته که چیري ممکنه وي، هغه غواړي چي د یوې سیاسي مصالحې په چوکاټ کي دا هدف تر لاسه کړي. نو لهذا، طالبان داسي فشار نه ویني چي امریکا او د افغان حکومت داسي مفت ایله کړي.

واضح خبره ده چي د افغانستان مشکل نظامي نه دی، او د هیواد خرابېدونکي امنیتي حالت سیاسي او سمیه ایز فکټورونه لري. له بده مرغه، د هغه وخت راهیسي چي امریکا په افغانستان کي نظامي مداخله کړې ده، افغانستان داسي تکړه سیاسي ليدرشیپ نه دی پیدا کړی چي لدې مشکلاتو سره مبارزه وکړای سي. نه حامد کرزي او نه هم اشرف غني دا خلا ډکه کړې ده.

غرب تمه درلوده چي دا مشران به د شخصي قدرت پر ځای ملي وحدت تقویه کاندي، خو هغوی په عوض کي —د تفرقه واچوه او حکومت وکړه— پالیسي غوره کړه. هغوی په افغانانو کي سمتي او قومي اختلافات راوپارول، پراخ اداري فساد او بدي حکومتوالۍ ته يې لاره اواره کړه. حامد کرزي او اشرف غني دواړو د کاذبي دیموکراسۍ تر شا یوازي د خپل شخصي اقتدار او نفوذ د پراخولو لپاره کار وکړ، او شخصي ګټو ته يې پر ملي منافعو باندي ترجیح ور کړه.

نو لهذا، هیڅ د حیرانتیا خبره نده چي د افغان حکومت له ۲۰۰۱ راهیسي کمزوری او په تمامه معنی د امریکا پر چندې او حمایت باندي تړاو لري. همدا سبب دی چي افغانستان د خپلو ګاونډیانو د حرص قرباني دی، په تېره بیا د پاکستان، د سترو طاقتونو د رقابت او د سیمه ایزو ملکونو د سیالیو میدان ګرځېدلی دی.

اوس د افغانستان په کشاله کي‌ هند او پاکستان، ایران او سعودي عربستان، د امریکا او ایران تر مینځ دوښمني، د پاکستان او چین تر مینځ دوستي، د هند او امریکا تر مینځ دوستي، او بالاخره د امریکا او روسیې تر مینځ رقابت نقش لري.

پدې وروستیو وختونو کي، د افغانستان د آرامولو لپاره د امریکا هلي ځلي تر اوسه پوري کامیابه سوي نه دي. تر اوسه پوري خلیلزاد چندان پر مختګ نه دی کړی. د خلیلزاد د نه موفقیت یو سبب دا دی چي قریب دیرش کاله کېږي چي هغه د افغانستان په مسایلو کي ښکېل دی. اشرف غني پر خلیلزاد باندي باور نه لري. خلیلزاد ایران حذف کړی دی. مسکو او اسلام آباد خلیلزاد ته د شک په سترګه ګوري. ځکه خلیلزاد پخوا پر پاکستان او مسکو باندي زیات انتقادونه کړي ول.

اوس نو، که چیري په افغانستان کي د سولي او ثبات د راوستلو لپاره امریکا او روسیه ناکامه سي، د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځه دایمي غړي باید پدې برخه کي یوې اجماع ته سره ورسېږي، او دا مسله بین المللي سولي ته یو تهدید وګڼي. د هغوی هدف باید وايي چي د افغانستان ګاونډیان دېته وهڅوي چي په افغانستان کي‌ د نیابتي جګړو څخه لاس په سر سي. څو له یوې خوا د امریکايي قواوو د منظم خروج سره مرسته وسي، او له بلي خوا د افغانستان جیوپولیتکه بې طرفي تضمین سي.

خو دمګړی دېته اړتیا سته چي پر افغان مشرانو باندي فشار واچول سي، څو د خپل ځان او وطن لپاره ملي اجماع ته سره ورسېږي. خو له بده مرغه، دا اجماع ښايي د افغان ځورېدلي ولس لپاره په مناسب وخت کي تر سره نه سي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *