د مور نړایواله ورځ: د ښځو حقوق په اسلام او دیموکراسي کې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د مور نړایواله ورځ: د ښځو حقوق په اسلام او دیموکراسي کې

لیکوال: بدرځلاند

دا چې د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم کومه ورځ د غربي نړۍ له لوري اعلان شوې او کال په کال لمانځل کیږي، نړیوال یې د ښځو احترام بولي.

خو په اصل کې چې ښځو ته کوم حقوق او احترام په اسلام کې ورکړل شوي هغه د نړۍ په یو قانون کې هم نه دي ورکړل شوي.

غربیان چې د خپل عقل موافق ښځې د سړیو سره په ټولو حقونو کې مساوي بولي او د هغوی د حقونو پرځای کولو لپاره یې مختلفې ادارې رامنځ ته کړي خو بیا دوی د ښځو په حق کې تر ټولو زیات ظلم کونکي دي.

غربیانو ښځو ته د ازادي په نوم ښځې له خپل فطري حقونو څخه محرومې کړي او یوازې د نارینه وو د خواهش د پوره کولو لپاره ترې کار اخلي.

په غربي قانون کې د ښځو د حقوقو لحاظ یوازې د ښځو د ځواني تر وخته محدود وي او چې کله یې عمر تیر شي بیا یې آن خپل اولادونه هم په کور کې نه غواړي او د یو ساتلي شوي سپي قدر او عزت څو چنده ترې زیات وي.

په غربي قانون کې ښځه بربنډه او د هر قسم پست اخلاقه نارینه وو ترڅنګ ازاد ژوند ته هڅول او صرف د جنسي غریضو لپاره کار ترې اخیستل د ښځو حق ګڼل کیږي خو د سالم عقل خاوند بیا دا د ښځو سره انتهایي جفا او ظلم ګڼي.

غربیانو چې د الهي دین خلاف د ښځو د حقوقو کوم قوانین رامنځ ته کړي، ښځې یې د حیواناتو نه هم په وروسته درجه کې راوستې دي.

د غربیانو له لوري د ښځو د حقوقو په باره کې جوړشوی قانون صرف د نارینه و د جنسي اشباع لپاره جوړ شوی او د ښځو د ازادي په نوم یې د هغوی ټول فطري حقوق پایمال کړي چې هغه د یو سالم انسان عزت عفت او کرامت ساتل دي

بالمقابل ښځي ته اسلام هم د حقوقو ورکولو قانون جوړ کړی او دښځو لپاره یې د هغوی د ټولو فطري حقونو او د ژوند تیرولو ضروریات په نظر کې نیولي.

دا چې الله جل جلاله ښځه د نارینه لپاره د سکون ذریعه ګرځولې او د “لِتَسُکُنُو اِلَیهَا” الفاظ یې ذکر کړي؛ نو له دې سره یې بیا د ښځې ټول انساني حقوق هم په کامله توګه ور کړي

هغه دا چې کله ماشومه وي د نفقې او نورو ضرویاتو لپاره یې پلار وته مسؤل ګرځولی بیا چې بالغه شي شریعت ورته له کفو او سیال سره د نکاح تړلو اجازه ورکړې، کله چې د بچیانو خاونده شي بیا یې د مور عظیم او له قدر او احترام ډک لقب ورکړی او له خاوند څخه علاوه یې په اولاد باندې هم د نفقې او نورو ضرورياتو ترڅنګ د مور رضایت او احترام کول واجب ګرځولي او خدای تعالی بیا خپله رضا د اولاد په حق د همدې ښځې تر رضا پورې موقوفه کړې ده.

سبحان الله دا څومره لوی عزت او عظمت دی چې خدای تعالی ښځې ته وربښلی دی

بل طرف انسان الله پاک د موقت وخت تیرولو لپاره دونیا ته د امتحان په خاطر رالیږلی او د ابدي ژوند تیرولو لپاره یې ورته په اخرت کې ځای برابر کړی دی

د دنیا په امتحان کی یې بنده په امر او نهې مکلف کړی یعنې دا کار وکړه او دا کار مکوه او د دې امر او نهې د په ځای کولو په بدل کې یې ورته د جنت عظیم الشانه نعمتونه تیار کړي دي.

خدای تعالی ښځي ته د هغې د کمزروي او نازک خلقت موافق لارښونې کړي چې ښځې باید په کور دننه کینې او د کور کارونه سمبال کړي، او دایې هم د ښځې لپاره د ثواب او اجر ذریعه جوړه کړې.

ښځو ته یې د هغوی د عزت او عفت خوندي ساتلو په خاطر د ستر حکم کړی چې باید نامحرم کس ستا بدن ونه ویني او ته یوه د اصیلي ملغلرې په شان محفوظه وساتل شې او د نامحرمو سړیو سره یې له خلوت او ګډ وخت تیرولو نه منعه کړې ده؛ ځکه چې د هغې د ټولو انساني ضروریاتو د پوره کولو مسؤل یې پلار، خاوند، او زوی، ګرځولي، نو څه ضرورت دی چې بهر ګرځي؟

اوس که مونږ د اسلام هغه حقوق چې ښځې ته یې ورکړي د غربیانو له حقوقو سره پرتله کړو نو د اسلام حقوق د ښځو لپاره په هراړخیزه توګه کامل اومکمل دي او د ښځو حیا عزت عفت ابرو په کې ساتل شوې ده.

د غرب په ورسته پاتې او د جاهلیت د زمانې ته ورته قوانینو کې د ښځو حقوق ډیر کمزوري او له انساني کرامت او انصاف څخه خالي دي او د ښځو نړیواله ورځ لمانځل یې هم د ښځو په سپکاوي او بی عزتي تمامیږي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *