د پاکستان سفارت د حفاظت قطعې قومندان مریضان وهلي او ډبولي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د پاکستان سفارت د حفاظت قطعې قومندان مریضان وهلي او ډبولي

په ټولنیزو رسنیو کې د هغې ویډیو له خپریدا وروسته د ګڼ شمیر افغانانو غبرکونونه را وپاریدل، چې په کابل کې د پاکستان د سفارت د حفاظتي قطعې قومندان محمداجان د سفارت مخې ته یو شمیر افغان سپین ږیري مریضان وهلي او ډبولي دي

په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې قومندان محمداجان یو شمیر مریضان سپین ږیري په ډیره بې رحمۍ وهي او په ځمکه یې غورزوي او سپکې سپورې ورته وایي

د ټولنیزو شبکو له لارې ګڼو افغانانو د محمداجان په دغه کار غبرګون ښودلی او له حکومت یې غوښتي چې په سفارتونو کې داسې کسان نه غواړو

یو شمیر افغانانو په خپلو فیسبوک پاڼو ولسمشر ته لیکلي، چې ولسمشره زمونږ خاوره دې په پاکستان خرڅه کړه، مونږ غږ ونه کړ، زمونږ ازاد سفرونه دې په ویزو بدل کړل او په سفارتونو کې دې داسې خلک په دندو وګمارل چې زمونږ تور سرې او سپین ږیري وهي او بې عزته کوي

خلکو ولسمشر غني ته لیکلي، دا حالت د زغملو نه دی او که اصلاحات رانه ولې د نجیب له برخلیک سره به مخ شې

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي، چې د قطعې قومندان محمداجان د پولیسو له لوري نیول شوی او دم ګړۍ تر تحقیقاتو لاندې دی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *