عمران خان د صحابه کرامو په شان کې ګستاخي کړې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

عمران خان د صحابه کرامو په شان کې ګستاخي کړې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یوې تازه وینا کې د صحابه کرامو ”رضی الله عنهم“ په شان کې ګستاخانه الفاظ کارولي دي

عمران خان ویلي، چې د بدر په غزا کې صحابه کرامو نعوذبالله د ډار له امله ګډون نه وو کړی او یوازې ۳۱۳ تنه ورته حاضر شوي وو

د پاکستان لومړي وزیر همدا راز د احد د غزا په هکله هم د صحابه کرامو ګستاخي کړې او ویلي یې دي، چې نبي کریم ”صلی الله علیه وسلم“ ورته ویلي وو چې تاسو به له غونډۍ نه راښکته کیږئ، خو صحابه نعوذ بالله د چور چپاول لپاره له غونډۍ راښکته شول

د عمران خان د صحابه کرامو په شان کې د ناوړه خبرو په عکسل العمل کې د پاکستان ستر مفتي تقي عثماني ویلي، چې د نوموړي خبرې په بې علمي او د اسلام له تاریخ په ناخبري بناء دي او د عمران خان خبرې یې د صحابه کرامو په شان کې سپکاوی او ظلم بللی دی

تقي عثماني د عمران د خبرو په ځواب کې ویلي، چې د بدر غزا پوه بیړنۍ پریکړه وه چې صحابه د جګړې لپاره نه بلکې د مکې د قریشو د قافلې نیولو لپاره په بیړه وتلي وو او ډیرو صحابه ؤ له همدې امله ګډون نه وو پکې کړی

د دغې غزا په وخت کې د حضرت کعب ”رضی الله عنه“ خبرې ددې ښکارندویي کوي، چې څومره په شوق یې په بدر غزا کې شرکت کړی دی

مفتي تقي عثماني همداراز د احد د غزا په هکله د عمران په ځواب کې ویلي، چې هلته صحابه ؤ نافرماني نه وه کړې بلکې اجتهادي خطاء یې کړې وه او د هغې معافي ورته الله جل جلاله کړې؛ نو د چورچپاول نسبت صحابه کرامو ته کول ظلم او سپکاوی دی چې دا د عمران خان په اسلامي تاریخ د ناخبري ګواهي ورکوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *