د قطر له خبرو به څه نتیجه لاس ته راشي، د ولسمشر غني درېځ به څه وي؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د قطر له خبرو به څه نتیجه لاس ته راشي، د ولسمشر غني درېځ به څه وي؟

خلیلزاد بیا د سفر موزې په پښو کړي دي، دا مهال په کابل کې دی، مخکې یې هم څو ځله ورته سفرونه کړي، شپږ ځله له طالبانو سره هم کیناستلی خو تر اوسه یې ښکاره نتیجه خلکو ته په لاس نه ده ورغلې.

د خلیلزاد دا سفر مهم بریښي، ویل کیږي مهمې پرېکړې به پکې وشي او د پرمختګ باعث بلل کیږي.

په دې اړه له واشنګټن میشتي سیاسي کارپوه واحد فقیري سره غږیدلي یو، نوموړي زموږ په پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

پوښتنه: خلیلزاد دا ځل څومره جدي ښکاري، ایا سفر به یې مثبته نتیجه په لاس راکړي؟

هو، زما حدس دا دی چي د خلیلزاد دا سفر به مثبت نتایج ولري. خلیلزاد دا کرت زیات وخت په واشنګټن کي تېر کړ، او لازم هدایات يې تر لاسه کړل. په واشنګټن کي خلیلزاد ته د سولي په مورد کي د چټکو ګامونو د اخیستلو هدایت وسو. همدا وجه ده چي هغه په خپلو ټویټونو کي ویلي دي چي د طالبانو سره به دوه مسایل نهايي کړي. دا دوه مسایل (الف) له افغانستانه د خارجي قواوو وتل او (ب) بیا د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارېدل دي.

دغه راز، داسي برېښي چي خلیلزاد به دا کرت د زیاتو افغانانو سره وګوري، او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره به جدي اقدامات وکړي. رپوټونه وايي چي دا ځل به بین الافغاني خبري د قطر او جرمني په ګډ کوښښ تر سره سي.

پوښتنه: سلګونه بندیان افغان حکومت په خپله خوښه ازاد کړل، امریکا خو به یې د خوشي کیدو نه وو ورته ویلي؟

جواب: د بندیانو په آزادېدو کي د امریکا نقش موثر ګڼم، په تېره بیا د خلیلزاد له ورتګ سم دا کار وسو. زما باور دا دی چي خلیلزاد به دا ځل پر اشرف غني باندي زیات فشار اچوي، او خورا جدي برخورد به ور سره وکړي. زما په فکر په افغانستان کي د خلیلزاد اوسني سفرونه او ملاقاتونه به د غني لپاره ډېر ګران تمام سي، او حتی زما ګومان دا دی که چیري غني د سولي په مورد کي جڼه جڼه وکړي، خلیلزاد به افغان مدني ټولني سوله ایزو اعتراضونو ته تشویق کړي.

پوښتنه: څه وایاست، آیا طالبان په موجوده حکومت ورګډ سي؟

جواب: نه. طالبان به دا کار و نه کړي. خو طالبان به د یو بې طرفه سرپرست حکومت د جوړېدو سره کوم مشکل و نه لري. زما باور دا دی چي‌ کله امریکا او طالبان یوې عمومي موافقې ته سره ورسېږي، او د امریکايي قواوو د وتلو تقسیم اوقات اعلام سي، هغوی به دا و مني چي یو موقتي سر پرست حکومت جوړ سي. اور بند اعلام سي. او بیا وروسته د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاد، اسلامي کانفرانس، او نورو بین المللي ټولني تر نظارت لاندي شفاف انتخابات وسي. زما عقیده دا ده چي په انتخاباتو کي به طالبان د قدرت ستره ونډه ترلاسه کړي.

پوښتنه: که طالبان او افغان حکومت یوې نتیجې ته سره ورسیدل، د ولسمشر غني موقف او درېځ به څه وي؟

جواب: زما باور دا دی چي د غني ورځي په شمار دي. غني نه ملي ملاتړ لري، او نه هم بین المللي. غني یو ناکام، فراډ، او منزوي شخص دی. هر څه يې بایللی دي. هیڅوک ور پاته نه دي. غني به د افغانستان په تاریخ کي یوه داسي څېره وي چي افغان ماشومان به ترې کرکه لري.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *