کابل کې د امریکا سفیر د بندیانو په ازادولو خوښي ښکاره کړې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

کابل کې د امریکا سفیر د بندیانو په ازادولو خوښي ښکاره کړې

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بوس د افغان دولت له لوري د یوشمیر بندیانو په ازادولو خوښي ښکاره کړې ده

جان بوس په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغان دولت د طالبانو د بندیانو په ازادولو سره د سولې لپاره د سیاسي جوړجاړي هڅه وکړه

جان بس ویلي، چې افغان دولت بندیان ازاد کړل خو طالبان بندیان نه ازادوي بلکه امنیتي ځواکونه یې په چاپو کې ازادوي

جان بوس د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو ستاینه کړې، چې په دې ورستیو کې یې لسګونه بندیان د طالبانو له زندانونو څخه ازاد کړي دي

بل لور ته طالبانو هم د افغان دولت له لوري د بندیانو د ازادولو هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې د افغان دولت له لوري په خوشي شویو ۹۰۰ بندیانو کې ددوی یواځې ۲۶۱ کسان شامل دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *