ایا راشد خان ارمان پيژنئ؟! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

ایا راشد خان ارمان پيژنئ؟!

راشد خان ارمان د افغانستان د کرکټ تر ټولو مطرح لوبغاړی دی، چې په نړۍ کې هم د کرکټ ستوری ګڼل کېږي او هم زیات شمېر مينوال لري.

راشد خان ارمان د ۱۹۹۸ میلادي کال د سېپټمبر په ۲۰مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی دی او خواوشا یوویشت کاله عمر لري.

نوموړی د لومړي ځل لپاره د افغانستان له ملي لوبډلې سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یوځای شو او په لنډ وخت کې د دغه لوبډلې له نړیوالو مطرحو لوبغاړو څخه وګرځید.

راشد خان ارمان تر اوسه پورې په ۲ ټیسټ لوبو، ۵۹ یو ورځنۍ لوبو او ۳۸ شل اووره نړیوالو لوبو کې ګډون کړی دی، چې خورا ښه لوبې یې ترسره کړي دي.

نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې ۷۹۸، په شل اووره سیالیو کې ۱۲۳ منډې جوړې کړي دي؛ خو د راشد خان قوت په باولینګ کې دی، چې ۷۵ لوبغاړي یې په شل اوریزو لوبو کې، ۱۲۵ لوبغاړي یې په یوه ورځنیو سیالیو کې او ۹ لوبغاړي یې د ټیسټ لوبو پر مهال سوځولي دي.

راشد خان ارمان په ۲۰۱۸ میلادي کې هغه مهال زیات شهرت وموند، چې تر ټولو په لنډ وخت کې یې ۵۰ ویکټونه واخیستل او له همدې نظره ورته په نړۍ کې د لومړی مقام خپلول نصیب شول.

ده د هند په ای پي ایل، د اسټرالیا په بېګ باش، د ویسټ انډیز په کربین او د نړۍ په مشهورو لوبو برخه اخيستې او خورا ښه په کې لوبېدلی دی.

راشد خان ارمان د روان کال په اپریل کې د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د شل اوورېزو لوبو د ټیم کېپتان ټاکل شوی وو او اوس په انګلستان د روانو نړیوالو جام سیالیو کې د دغه لوبډلې برخه وال دی.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *