طالبانو د یو شمیر بندیانو د ازادولو له اقدامه هرکلی کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

طالبانو د یو شمیر بندیانو د ازادولو له اقدامه هرکلی کړی

وروسته تر هغې چې افغان دولت اعلان کړی وو، چې ۸۸۷ تنه طالب بندیان به ازادوي، تیره ورځ یې د پلڅرخي او باګرام په شمول له یوشمیر ولایتونو هم لسګونه بندیان ازاد کړل

وسلوالو طالبانو د افغان دولت د یاد اقدام هرکلی کړی او د بندیانو د خلاصون د دوام غوښتنه یې کړې ده

د وسلوالو طالبانو د بندیانو د کمیسیون ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دغو ۸۸۷ بندیانو کې د اسلامي امارت اړوند یواځې ۲۶۱ تنه بندیان شامل دي او نور ټول هغه بې ګناه هیوادال دي چې د طالب په نوم نیول شوي وو

د اعلامیې له مخې چې د محکمو له لوري دې بندیانو ته اوږده قیدونه ورکړل شوي وو او دومره قیدونه ورکول یو ظلم وو

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان بیا هم د دولت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي او د بندیانو د ازادولو د لړۍ د دوام هیله کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *