د خلیلزاد کابل ته راتګ؛ لسګونو طالب زندانیان ازاد شول – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د خلیلزاد کابل ته راتګ؛ لسګونو طالب زندانیان ازاد شول

څو ورځې مخکې افغان ولسمشر ویلي وو، چې د کمکي اختر د احترام په خاطر به شاوخوا ۹۰۰ بندیان ازادوي

راپورونه وایي، چې نن د کابل د پل چرخي له زندانه ۱۷۰ تنه بندیان ازاد شول

ویل کیږي، چې د دغو بندیانو په نوملړ کې هغه بندیان شامل دي، د کومو چې د قید موده پوره شوې یا کمه پاتې وي، دوهم هغه ډله بندیان ازادیږي چې صعب العلاج مرض لرونکي وي

هغه بندیان هم په دې لیست کې شامل دي، چې د حکومت پرخلاف یې د بیا نه جنګیدو ضمانت ورکړی دی

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، چې خلاصیدونکي بندیان ټول وسلوال طالبان دي

ښایي سبا په لسګونو نور بندیان هم د پل څرخي له زندانه ازاد شي

ویل کیږي چې د بل څرخي له زندان علاوه د کندهار، هرات او یو شمیر نورو ولایتونو له زندانونو هم لسګونه بندیان ازاد شوي دي

دغه بندیان په داسې مهال ازاد شوي چې تیره ورځ د امریکا د سولې د مرکچي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اووم پړاو سفر کې کابل ته راورسید او له افغان ولسمشر سره یې وکتل

دا لومړی ځل دی، چې افغان دولت په دومره زیات شمیر بندیان ازادوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *