مالي کې د شپنو برید، ۱۰۰ تنه وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

مالي کې د شپنو برید، ۱۰۰ تنه وژلي

د مالي هیواد چارواکي وايي، چې تیره شپه د فولاني قبيلې د شپنو او د ډوګان قبيلې تر منځ نښته شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، نښته هغه مهال را منځته شوي کله، چې د ډوګان قبيلې ښکاریان د فولاني قبيلې د شپنو څړ ځایونه ته د ښکار لپاره ورغلي وو.

دا تازه نښته داسې مهال کیږي، چې په تیره مارچ میاشت کې هم په ورته یوه برید کې د ډوګان قبيلې شاوخوا ۱۵۰ تنه وژل شوي وو.

باید وویل شي، چې د ډوګان قبيلې او د فولاني قبيلې د شپنو تر منځ دا نښتې او شخړې له ۲۰۱۹ کال څخه دوام لري.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *