د وسلوالو طالبانو د ملا ماتولو لپاره د حمدالله محب نوی تکتیک! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د وسلوالو طالبانو د ملا ماتولو لپاره د حمدالله محب نوی تکتیک!

لیکوال بدرځلاند

یرغلګرو چې په هر وار هر ځای ماتې خوړلې او شرمنده شوي نو د یرغل په پای کې یې د یرغل شوي هیواد په عوامو قتل عام شروع کړی او زړونه یې پرې یخ کړي دي

دا چې په افغانستان کې د یرغلګرو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر د ولسي خلکو د وژنې کاروبار پخوانیو کمونیستو جنرالانو او له اروپا څخه راوستل شویو اجرتي قاتلانو پر غاړه اخیستی؛ نو ځکه اوس د امریکایي یرغلګرو دا د ولسي قتل عام ارمان همدا اجرتي قاتلان سر ته رسوي

د همدې په خاطر تیره ورځ د امریکا مخلص او وفادار اجرتي قاتل چې په دې ورستیو کې ترې باداران هم خفه دي، حمدالله محب اعلان وکړ چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې به د هوایي او زمیني بریدونو په زور د طالبانو ملا ور ماته کړي

د افغان دولت اجرتي قاتلانو له رئیس جمهور او وزیر څخه نیولې بیا تر عادي جنرال پورې ټولو دا تیر اتلس کاله د ملکیانو وژنې ته د پنجابیانو د وژنې یا د طالب قومندانانو د وژنې نوم ورکړی او له همدې نوم لاندې یې تر سل زره زیات ملکیان ښځې، ماشومان، سپین ږیري، او عوام شهیدان کړل.

مونږ په سترګو ولیدل چې په سلګونو کلي او بازارونه یې د افیونو د کارخانو په نوم ویجاړ کړل. د عوامو بیچاره ملکیانو شتمني یې، موټر سایکلونه، لارۍ موټرې، تراکتوران، سراچې، او فلاینکوچونه یې داسې په خلاص مټ وسوزول، ته به وایي که په مخامخ جنګ کې یې له دښمن ټانګونه نیولي او سوزوي یې. بیا به یې هم په ډیره بې شرمي همدې ملکي تلفاتو ته د طالبانو د تجهیزاتو د له منځه وړلو نوم ورکاوو.

دا چې د امریکا اجرتي قاتلان د ولس په وژنه ښه برلاسي دي او دوی د خپلو بادارانو د خوشحالي لپاره په هیڅ کار صرفه نه کوي او د خپلو بادارانو امر او هره ستراتیژي پرځای کول یې نصب العین ګرځولې ده، نو د همدې په خاطر د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د امریکایانو له لوري شړل شوی حمدالله محب دا ځل بیا اعلان وکړ چې د طالبانو ملا به په څلورو میاشتو کې ماته کړي.

هو مونږ پوهیږو چې دوی دا تیر اتلس کاله د طالب او پنجاپي په نوم څوک ووژل؟
ایادوی رښتیا له طالبانو سره د مخامخ جګړې توان لري؟
ایا دوی رښتیا د طالب او پنجابي په نوم طالب وژلی او که بې ګناه افغان تور سرې او ماشومان یې وژلي دي؟

حمدالله محب او افغان اجرتي قاتلان ټول د ملکیانو وژلو ته د طالب وژنه نوم ورکوي، د کلیو او بازارونو نړولو ته د مخدره موادو د کارخانو نړول وایي.

ایا له طالبانو سره جنګ د حمدالله کار ده او که د دفاع وزارت؟

حمدالله محب غواړي چې په داسې نازک وخت کې چې امریکایي باداران یې نور په تیښته کې دي او له طالبانو د سیمو د نیولو خبرې یې هیرې شوي، یوازې د ځان ژغورنې او د تیښتې د با امنه لارې د غوښتلو زارۍ کوي، نوموړی اوس غواړي چې هسې نه باداران یې وتښتي او دی همداسې د امریکا د ویزې په ارمان لکه نجیب طالبانو ته په میدان پاتې شي؛ نو ځکه اوس غواړي چې ځان د امریکایي اهدافو او ستراتیژیو د سرته رسولو یو ښه لوبغاړی ثابت کړي او د امریکایانو په ذهن کې دده لویدلی حیثیت بیرته را اعاده شي تر څو په راتلونکي کې اقلاً امریکا ته د تښیدلو اجازه خط ترلاسه کړي؛ نو ځکه داسې اعلانونه کوي چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې د طالبانو ملا ماتوم.

د طالبانو ملا د ده بادارانو چې په ټوله نړۍ کې یې د فرعونیت دعوه لرله او د دنیا څلویښت دولتونه یې هم له ځان سره ملګري کړل ماته نه کړله نو حمدالله محب به په یواځې ځان چې ښځه او بچیان یې هم په اروپا کې دي، څنګه د طالب ملا ماته کړي؟

هو حمدالله محب کولی شي چې د خپل زاړه تکتیک په کارولو سره هغه څه تر سره کړي چې د امریکایانو زړونه پرې خوشحالیږي.

د امریکا دغه اجرتي قاتل حمدالله محب به راتلونکو څلورو میاشتو کې په شپینیو چاپو او بمبارونو کې دا ځل دومره بې ګناه ښځې او ماشومان شهیدان کړي چې امریکا به هم حیرانه کړي

حمدالله محب به د طالب او پنجابي په نوم د ولسي وګړو وژلو ته زور ورکړي

د مخدره موادو د کارخانو په نوم به مختلفو ولایتونو کې مکمل کلي او بازارونه بمبار کړي

په دې څلورو میاشتو کې چې په افغانستان کې د امریکا او ددوی اخري شپې دي، دومره مرګونه به وکړي چې د طالب په نوم به د ولس ملا ورماته کړي او همدا د یرغلګرو امریکایانو غټ ارمان او هدف ده.

دا چې اتلس کاله دغو اجرتي قاتلانو د ولسونو قتل عام ته طالب وژنه ویله اوس به هم د عوامو قتل عام ته د طالبانو د مرګ ژوبلې نوم ورکړي.

افغان ولسونه که د دغو اجرتي قاتلانو او د دوی د ملګرو پرخلاف زر تر زره ویښ نه شي او له مجاهدینو سره اوږه پر اوږه ونه دریریږي نو خدای مکړه دا ناولي خرڅ شوي اجرتیان او مزدوران به پرې د امریکایانو د خوشحالي په خاطر هغه څه تر سره کړي چې دوی په خوب هم نه وي لیدلي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *