اصغر افغان څوک دی؟ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

اصغر افغان څوک دی؟

اصغر افغان، چې وړاندې یې ځان اصغر ستانکزی باله، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو مخکښ او د هر ډول لوبو د کولو وړتیا لرونکی لوبغاړی دی.

نوموړی تر وروستيو څو مياشتو پورې د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمسشر هم پاتې شوی او د ښه بخت په درلودلو سره یې ډېرې ښې لوبې تر سره کړې دي.

اصغر افغان د ميلادي ۱۹۸۷ کال د فبرورۍ په ۲۲مه په کابل کې زېږېدلی او ښی لاسی توپ وهونکی دی.

نوموړي تر اوسه پورې په ۱۰۲ نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې، ۵۹ نړیوالو شل اوورېزو لوبو کې برخه اخېستې ده، چې ۲۰۷۸ منډې یې په یوه ورځنیو سیالیو کې او ۱۰۵۶ منډې یې په شل اوره سیالیو کې جوړې کړي دي.

اصغر افغان په شل اوورېزو سیالیو کې د منډو ۲۱ اعشاریه ۵۵ اوسط او په یو ورځنیو سیالیو د منډو ۲۳ اعشاریه ۸۸ اوسط لري.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *