خلیلزاد په ارګ کې له افغان ولسمشر سره وکتل – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

خلیلزاد په ارګ کې له افغان ولسمشر سره وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد نن د خپل اووم سفر په جریان کې کابل ته رارسیدلی او په ارګ کې یې له افغان ولسمشر سره وکتل

د خلیلزاد د کابل ته راتګ خبر په کابل کې د امریکا د سفارت په پاڼه هم خپور شوی دی

خلیلزاد په ارګ کې په داسې مهال له افغان ولسمشر سره لیدلي، چې په افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس او د ناټو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ میلر هم موجود وو

په دې اړه له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد له افغان ولسمشر سره د سولې په اړه د خپل وروستي سفر جزئیات شریک کړل

په خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې دواړو لوریو د جرمني هیواد له رول او هلو ځلو خوښي څرګنده کړه او په راتلونکې غونډه کې یې د افغان ډیالوګ په پیل ټینګار وکړ

خلیلزاد به په کابل کې له پخواني ولسمشر حامدکرزي او یو شمیر سیاسیونو او مدني فعالانو سره هم وګوري

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *