طالبانو یو ځل بیا د افغان ادارې په کارکونو غږ کړی چې د دوښمن لپاره دې افغانان او ځانونه نه وژني – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبانو یو ځل بیا د افغان ادارې په کارکونو غږ کړی چې د دوښمن لپاره دې افغانان او ځانونه نه وژني

وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د افغان دولت په ټولو کارکونکو غږ کړی چې د امریکا لپاره نور خپل افغانان او ځانونه مه وژنئ

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا او متحدین یې نور په افغانستان کې له رسوایي او شکست سره مخ شوي دي اوس صرف د تیښتې لاره لټوي نو په داسې حال کې باید افغان عسکر نور د امریکایی موخو لپاره په افغانانو او خپلو کورنیو رحم وکړي او ځانونه له بې ځایه مرګ وژغوري

طالبانو ویلي چې ددوی د عفوې غیږ د افغان دولت د ادارې د ټولو کارکونکو پر مخ خلاصه ده او د یادې ادارې ټول کارکونکي باید د دوی د مشر شیخ هیبت الله اخوندزاده د اختریز پیغام څخه استفاده وکړي

دا لومړی ځل نه ده چې وسلوال طالبان د افغان سرتیرو لپاره د عفوې اعلان کوي بلکه تر دې وړاندې یې هم څو ځله ورته اعلامیې خپرې کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *