په مشهوره دیني مدرسه نورالمدارس د ګډوځواکونو چاپه؛ زیانونه یې اړولي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په مشهوره دیني مدرسه نورالمدارس د ګډوځواکونو چاپه؛ زیانونه یې اړولي

تیره ورځ ګډو ځواکونو په غزني کې د هیواد په مشهوره دیني مدرسه چاپه وهلې او زیات مالي زیانونه یې وراړولي دي

نورالمدارس د هیواد په سطحه لوی دیني مرکز بلل کیږي، چې بنسټ یې د کابل حضراتو مبارکو په لاس ایښودل شوی او په زرګونه علمي او روحاني کدرونه یې ټولنې ته وړاندې کړي دي

له سیمې څخه یو تن اوسیدونکي زموږ همکار بریال ته د تلفون په لیکه وویل چې، تیره ورځ له سهار نه تر ماښامه امنیتي ځواکونه د مدرسې په انګړ کې ګرځېدل او د مدرسې اړوند موټر او موټر سایکل یې سوځولي

د راپور له مخې چې د مدرسې د اکثره حجرو ورونه یې مات کړي، بیترۍ، دیګونه، غابونه او همدا رنګه نور د زده کوونکو اړوند توکي یې سوځولي او بیرون ته غورځولي دي

دا لومړی ځل نه دی، چې په دې مدرسه چاپه وهل کیږي بلکې څو ځله وړاندې هم دا مدرسه د ګډو ځواکونو لخوا هدف ګرځېدلې ده

دا په داسې حال کې ده چې دا مدرسه په دې شپو کې رخصت او بنده ده

په مدرسه کې د مالي تلفاتو انځورونه

په مدرسه کې د مالي تلفاتو انځورونه

په مدرسه کې د مالي تلفاتو انځورونه

څه وخت مخکې د دې مدرسې د ادارې خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې تر نامالومې مودې پورې به نوموړې مدرسه بنده وي

په اعلامیه کې یې د بندیدو علت د افغان حکومت له لوري مدرسې ته شته ګواښونه ښودل شوی وو

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ډیری وخت دیني مدرسې تر هدف لاندې نیول کیږي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *