امریکا کې د یو افغان ژباړونکي د میرمنې مړی په یخچال کې موندل شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

امریکا کې د یو افغان ژباړونکي د میرمنې مړی په یخچال کې موندل شوی

امریکایي مطبوعاتو ویلي، چې د یو افغان ژباړونکي د میرمنې جسد یې د هغه د کور کې په یخچال کې موندلی دی

دغه میرمن ارزو کاشفي نومیدله او خاوند یې وحید کاشفي نومیده چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره ترجماني کوله او په ۲۰۱۵ م کال کې د یوې ځانګړې ویزې په ترلاسه کولو امریکا ته لاړل

د ارزو کاشفي یوې ملګرې ویلي، چې ارزو په وروستي ځل د می میاشتې په پنځه ویشتم تاریخ لیدل شوې او خاوند یې په ۲۸م می باندې د منځني ختیځ په لوري تښتیدلی دی

د ارزو کاشفې ملګرې زیاته کړې، چې میرمن او خاوند یو په بل بې اعتباره وو او خاوند یې د میرمنې لباس څخه ناخوښه وو خو میرمن یې بیا خپل خاوند له نورو ښځو سره په اړیکو لرلو تورناوه

د ارزو کاشفي خاوند وحید کاشفي په غزني ولایت کې له امریکایي ځواکونو سره د ترجمان په حیث دنده تر سره کړې وه

د امریکا په سپوکن هوایي ډګر کې پولیسو د تښتیدلي ترجمان موټر موندلی او پلټلی یې دی

د ارزو کاشفي جسد په داسې حال کې موندل شوی چې بدن یې ټوټه ټوټه شوی او چړې هم په یخچال کې ورسره موندل شوي دي

د ارزو کاشفي څخه دوه ماشومان پاتې شوي چې یو یې یوکلن او بل یې د پنځو کالو عمر لري او اوس په امریکا کې د ماشومانو د ملاتړ په یو مرکز کې ساتل کیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *