لوګر کې ځایي اوسیدونکو ۱۲ښونځي د اعتراض په توګه تړلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

لوګر کې ځایي اوسیدونکو ۱۲ښونځي د اعتراض په توګه تړلي

د لوګر ولایت څخه راپورونه وایي، چې ددې ولایت د مرکز اړوند دیهنو سیمه کې ځایي خلکو ۱۲ ښونځي د اعتراض په توکه تړلي دي

د سیمې اوسیدونکي وایي، چې دولت یې په سیمه کې نوې پوستې جوړې کړي او له عسکرو یې د سیمې اوسیدونکي په تنګ شوي، اوس له دولت څخه غوښتنه کوي چې زر تر زره د یادو عسکرو پوستې ددوی له سیمې لرې کړي

د لوګر ولایت د پوهنې رئیس عبدالولي کلیوال ویلي، دوی خبر شوي چې د دیهنو د کلي خلکو ۱۲ ښونځي د اعتراض په توګه تړلي، خو نوموړی ډاډ ورکوي چې د سیمې له خلکو سره یې په دې اړه خبرې کړي او ښایي سبا بیرته ښونځي پرانیستل شي

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلک د افغان پولیسو له لوري د ولسي خلکو پروړاندې د ناوړه کړنو له امله سرټکوي خو مرکزي حکومت یې پر وړاندې کوم اقدام نه دی ترسره کړی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *