سهیل شاهین:امریکا باید دا ځل د ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

سهیل شاهین:امریکا باید دا ځل د ټولو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړي

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند ”سهیل شاهین“ ویلي، دوی هیله مند دي چې دا ځل به له خلیلزاد سره د خبرو په اووم پړاو غونډه کې په ټولو مسائلو پریکړه وشي

سهیل شاهین له عرب نیوز سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې امریکا باید دا ځل د خپلو سرتیرو د ایستلو پریکړه اعلان کړي

نوموړي زیاته کړې، کله چې امریکا د خپلو ټولو پوځونو د ایستلو پریکړه اعلان کړي، له هغې وروسته دوی تیار دي چې امریکا ته له افغانستان څخه د اینده نه ضرر رسولو ضمانت ورکړي

سهیل شاهین خوښي څرګنده کړې چې دا ځل د اووم پړاو خبرې به پریکنده او فیصله کونکې خبرې وي

بل لور ته زلمي خلیلزاد ویلي، چې له افغانستان څخه به د امریکا او ناټو وتل هم مهاله وي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *