ښایي، چې ځمکه په راتلوونکي کې نوره هم ګرمه شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

ټکنالوجي خبرونه

ښایي، چې ځمکه په راتلوونکي کې نوره هم ګرمه شي

تازه څیړنې وايي، چې ښايي په راتلونکو څو کلونو کې ځمکه په “بې سارې” ډول نوره هم ګرمه شي

څېړونکو د څيړنې پر وخت د راتلونکې ګرمښت لپاره د ځمکې پر مخ د هوا د اوسط تودوخې د بدلون اټکلولو لپاره یو ریاضي ماډل جوړ کړی دی، چې د دې ماډل پایلو موندلي دي، چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ به ځمکه نوره هم ګرمه شي او ښایي، چې موږ د اقلیم د ګرمېدلو له ډېرو پېښو سره مخ شو

يادې موندنې په “نېچر اړیکو” مجله کې خپرې شوې دي، چې د فرانسې برسټ ښار کې د “سي اېن ار اېس” موسسې استاد “را فلوریان سې ولک” او د “ساټهمپټن” پوهنتون استاد سیبرن ډریفوټ په ګډه تر سره کړې دي

باید وویل شي، چې اوس د هوا د درجې اټکلولو تازه لار هم ښيي، چې راتلونکي څو کلونه به له تمې پورته ډېر ګرم وي او د اقلیم د ګرمیدلو د پیښو امکان شته.

تکل مبین

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *