ملائیزم او اخوانیزم. لنډه پرتلیزه جایزه: – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان

ملائیزم او اخوانیزم. لنډه پرتلیزه جایزه: – افغان وطن

خامل وردګ.

دا چې خصوصآ حزبیان_اخوانیان، خصوصآ د طالب، او خصوصآ په سیاسي پرمختګ یې دومره پاذابیږي؛ چې آخر هغه د دېګان په چم (نَسْوای نیوای سْوایْ) لدوی نه هم خپل ټول نیت بدی او خوابدی بر ملا او د باندې راوزي؛ نو تاسې د دې په وجه پوهېږئ که مو پوی کړم؟

نو ته راته وایه: ښه! ښه! دا خو نو داسې چل دی چې دوی آن د ظاهرشاهي له وخته، د دوی د اسلامي نهضت! له دورې نه، په دې تمه او روحیه، راپاتې شوي، روزل شوي او ساتل شوي چې له دین نه د طالب او ملا برخه یوازې او یوازې تر مسجد او امامت پورې محدوده ده، او د دین چې کوم سیاسي غوښن او سوبمن هډ دی؛ هغه د موږ په پچه ختلی! د دوی د دې انحصاري تصور بنیادي وجه زما په نظر، له دین نه د دوی هماغه نیمګړی برداشت او نا سم فهم دی. او څومره چې زه پوهېږم، په ټوله کې د دغو دوو اسلامي_فکري مکتبونو (ملائیزم او اخوانیزم) فکري ټکر او د مبارزې د طورُ طریق توپیر هم، له همدې ځايه سرچینه اخلي: دوی سیاسي هلې ځلې او حکومت ته ځان رسول، د دین اصلي منځ پانګه، اوپه ځمکه باندې له بنده نه یوازنی الهي مراد ګڼي! نور نو له ټولو دیني ارزښنونو (عقایدو، طاعاتو او عباداتو) سره د دې پورته مقصد د حصول لپاره، د الهي نصرت د اجتلاب د یوې وسیلې په توګه، ثانوي چلند کوي؛ همدا وجه ده چې پدوی کې د فردي روزنې، دیانت، روحانیت او تقوی روحیه همېش د نشت برابر لیدل کیږي؛ ځکه چې یو څوک عباداتو او تقوا ته د «ذریعې» په حیث قائل شي، نو له هغه سره بیا همداسې څه طبعي خبره او لازمي کار وي. که د روزنې په نوم، په دوی کې کوم حلقوي پروګرامونه وي هم، نو هغه یوازې تر حزبي، تنظیمي او د خپلو خاصو سیاسي افکارو تر محدودې پورې محدود دي. د دوی پدې فکري طغیان، عصیان او کج روۍ باندې اطلاع او پوهه، هغه څه دی چې د تاریخ په اوږدو کې، د دوی له ټولو ناشنا او هېښونکیو عملي_ سیاسي کج رویو، بې ثباتیو او سازشونو آسانه توجېه په لاس راکوي.

خو بل خوا بیا ملایان د خپل نورمال طبیعت او ژور دیني فهم له مخې ورته وایي چې وه وروره! داسې منې که وي لکه تاسې چې وایاست؛ دین او له بنده نه د اللّه تقاضا اصلآ په فردي تقوا، طاعاتو او د همدې طاعاتو په برکت، د زړه په هغو ملَکاتو(صفاتو/ مقاماتو) کې خلاصه ده چې طبعآ د دین په احکامو باندې د مستمر او مخلصانه عمل کولو نتیجه وي. ځکه هم؛یوازنی شی چې نبوت پخپل ټول تاریخ کې، له طاغوتي کړیو سره، د الهي امانت او مِلکیت په توګه پرې ډغره وهلې؛ هغه د انسان زړه دی! او دا ځکه چې د انساني زړه په بدلېدو هر شی بدلیږي. هر وخت د انبیاوو اصلي غرض همدا پاته شوی او نورې ټولې دیني، دنیاوي، علمي، فنّي، معاشي او سیاسي ترقیانې د دې غرض فروع او شاخونه دي. همدا وجه ده چې چېرته هم د دوی(انبیاوو) دعوت کامیاب شوی نو هغه قومونه د سلطنت، دولت، علم، فن، او ظاهري تمدن خاوندان شوي او هر دنیاوي جلال په ذلیلانه انداز د هغوی قدمونه ښکل کړي! د ادیانو له ژورې مطالعې نه سړی دې حقیقت ته رسېدای شي چې د ټول دین مقصد همدا دی چې څنګه وکړای شي د انساني حقیقت همدغه پر اسراره اندام(قلبي_ملَکوتي لطیفه؛ نه له غوښې جوړ زړه) له هرې خوا، له هر تعلقه، له هرې مینې را سوړ او موړ او د خپل خالق په تعلق او محبت باندې اخته، سوخته او شېفته شي! موږ چې تصوف ته د دین ستونِ فقرات وایو. موږ چې طریقت ته له دین نه، د نه بېلیدونکي روح په توګه قائل؛ یو نو همدا حقیقت مو درک کړی! په هر حال! نو ملایان د دین بنیادي ذمه داري همدا ګڼي، نور نو سیاست او حکومت ولۍ ته، د دین د نورو ثانوي او ضمني شعبو(اقتصاد، معاشرت، معیشت، معاملات او…) په سترګه ګوري. تر سیاست او قانون رانۍ پورې ټولې انساني_مادي اړتیاوې، د دین د هاغه فوق الذکر بنیادي مقصد د جارو کشو خادمانو حیثیت لري او بس.

د ملایانو همدا فکري رسوخ او راستي، او په عملي لحاظ د دین له مقصد او ذریعو سره همدا فطري چلند، هماغه څه دي چې د تاریخ په اوږدو کې د سیاست په اړه د هغوی د بې رغبتۍ؛ خو د ضرورت په مهال بیا د حیرانوونکي او معجزانه ثبات او نېک نامۍ اصلي راز ګڼل کیږي. تاسې به دا خبره ډېره اورېدلې وي چې: هر وخت د انقلاب پیل او پالنه ملا کړې؛ خو نتیجه او ثمره یې نور چا وړې! بالآخره له سیاست سره د موږ همدې بې پروایي نوره هم د ې لامل شوه چې دوی دې د دین په سیاسي هډ نور هم خپل غاښونه ټینګ کړي او د خپل مبارزوي میراث په توګه دې بل هېڅوک هم پرې ور ګډ نکا.

آمدم بر سر مطلب: په دا وروستیو لسیزو کې د هېواد سیاسي فضا _ د اسلام د همدې سیاسي خادمانو له شامته_ دومره مخدوشه او مغشوشه شوه چې یو ځل یې بیا ملا او طالب دې ته اړ کړ چې د خپل اولویت شناس مزاج او روش له مخې د سیاست ډګر ته «داځل» داسې را ودانګي چې بل چاته پرېښودل یې د یوې لویې اجتماعي ګناه مرادف ګڼل کیږي. دا چې ملا د دین دې ثانوي شعبې ته «هم» په کمال اخلاص باندې لاس اچولی نو اللّه تعالی هم د خپل عادت له مخې غیرمعمولي کامیابۍ ور نصیب کړې/کوي!

زه نو اوس له تاسې نه پوښتم چې یو چا آن د مکتب له شپږم صنف نه، د یو شي د مالک او وارث په توګه ځان عیار کړی وي او بیا هر وخت ټولنیز حالات هم همداسې جوړ وي چې څوک دې ورسره پدې ملکیت کې چندان مزاحمت هم ونکړي او بیا یو دم یو داسې څوک را وړاندې شي چې ده به په دې هکله همېشـه د یو منزوي او نالائقه قشر په حیث پېژاند او بیا همدا منزوي! کس د ده دا میراث! داسې ترې وتروړي چې دی خوارکی د یوه ناکام او شرمېدلي جهت په توګه، نه څوک پکې پوښتي او نه هم پرېږدي؛ نو چې اوس یې هم د موږ په سیاسي عروج او نبوغ، د نیت بدۍ په اظهار او پاذابتیا، معذور نه بولئ نو…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *