جنرال دوستم یوځل بیا له طالبانو سره د سختو جګړو اراده کړې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

جنرال دوستم یوځل بیا له طالبانو سره د سختو جګړو اراده کړې

په شمالي ولایتونو کې د جنبش ګوند مشر او د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم یو ځل بیا ګواښ کړی، چې له طالبانو سره د جګړې لپاره یې خپل شل زره کسیز کروپ تیار کړی او په شمالي ولایتونو کې به وسلوالو طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي

جنرال دوستم ویلي، چې له وسلوالو طالبانو به د خپلو وژل شویو جنرالانو او ملاتړو انتقام اخلي

څه موده مخکې نوموړي د طالبانو پر خلاف د سختې جګړې لپاره د شل زره کسیزې ډلې د جوړیدو خبر ورکړی وو، خو نن یې اعلان وکړ چې له طالبانو سره د یوې پریکنده جګړې لپاره یې د جنګ لباس واغوست

جنرال دوستم تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو سره د جګړې او د خپلو وژل شویو ملګرو د انتقام لپاره د جګړو لمړیو کرښو ته تللی وو خو کوم پرمختګ یې ونکړ او خپله د طالبانو له مرګونو حملو بچ شو

نوموړي دا ځل بیا ګواښ کړی، چې د افغان دولت او امریکایي ځواکونو په ملاتړ به د خپلې سیمې ولایتونه له طالبانو پاک کړي

طالبانو تر دې دمه د جنرال دوستم ګواښونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو دا به وروسته معلومه شي چې نوموړی به دا ځل بیا د طالبانو پر وړاندې څومره پرمختګ وکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *