که کتاب درسره وو؛ نو کرایه مه ورکوه! – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

که کتاب درسره وو؛ نو کرایه مه ورکوه!

هالینډ کې د اور ګاډي مشهوره کمپنۍ “این ایس” د کتاب سره د مينې په پار، د کتاب له مینوالو څخه په کال کې د دوه ورځو لپاره کرایه نه اخلي او په ټول هیواد کې ورته د وړیا سفر کولو تابیا نیسي.

یاده کمپنۍ د کتاب د اوونۍ په مناسبت هر کال د دوه ورځو (شنبې او یکشنبې) لپاره له خپلو ټولو هغه سپرلیوالو څخه کرایه نه اخلي، چې کتاب لولي او هغه څوک چې د اورګاډي د ټکټ پر ځای ورته کتاب وښيي، دوی ترې کرایه نه اخلي او بښي یې.

له ميلادي ۱۹۳۲ کال راهیسي هالینډیان د مطالعې د فرهنګ عامولو په موخه هر کال یوه اوونۍ د ” کتاب اوونۍ” په نوم لمانځي، چې په کې هر ملګری یو بل ته لاسلیک شوي کتابونه استوي او کتاب پلورنځي هغه چاته یو کتاب وړیا ورکوي، چې د کتاب په اخیستلو یې تر ۱۲ نیم ایرو پورې خرچه کړې وي.

له دې سره ـ سره هالنډیان رواج لري، چې که په دغه اوونۍ کې څوک کتاب پلورنځي ته او یا هم د کتابونو فیستوال ته ور ځي؛ نو هغوی ورته یو کتاب “د کتاب اوونۍ ډالۍ” په نوم وړیا ورکوي.

د هالینډ د اورګاډي کمپنۍ “ان ایس” ځینو مشهورو لیکوالانو ته هم په اورګاډي کې د چکر بلنه ورکوي تر څو ورته ورته ښيي، چې څوک د هغوی کتابونه لولي؟ او هغوی بیا ټولو هغه لوستونکو ته د یاداښت په ډول کتابونه لاسلیکوي، چې په اورګاډي کې یې کتابونه لولي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *