الله جل جلاله ته دوه ګران څاڅکي: – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

الله جل جلاله ته دوه ګران څاڅکي:

لیکوال بدر ځلاند

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي، چې دوه څاڅکې د الله جل جلاله په نزد ډیر محبوب او د میزان په تله کې زیات وزن دار دي

اول هغه د وینې څاڅکی چې د الله جل جلاله په لار کې د مجاهد د شهادت یا زخمي کیدو له امله د مسلمان له بدن څخه ووځي.

دوهم هغه د اوښکې څاڅکی چې انسان د الله جل جلاله له ویرې وژاړي او اوښکې یې توی شي.

که یو طرف د الله جل جلاله په لار کې جهاد، شهادت او زخمي کیدل زیات قدردان دي خو زیات مشقت او سنګرونو ته سفر ته اړتیا لري خو بل لور ته د الله جل جلاله له ویرې ژړل او په خپلو عملونو فکر کول او په ګناهونو پښیمانه کیدل بیا اسان او په هرځای کې کیدلی شي

د الله جل جلاله له ویرې د ژړا راتللو لپاره بهترینه او اسانه لاره تصوف ته داخلیدل دي

کله چې یو انسان له کامل پیر او مرشد سره بیعت وکړي او توبه وباسي د خپل کامل پیر او مرشد په لارښونه د خپل نفس تزکیه وکړي نو په دې سره د انسان زړه نرم کیږي او د الله جل جلاله له یاد او ذکر سره یې له سترګو دا قیمتي اوښکې چې د الله جل جلاله د لارې د شهید د وینو له څاڅکي سره په وزن او قیمت کې برابرې دي توییږي

انسان هر وخت باید د خپلو عملونو له انجام څخه په ویره کې وي او هر وخت دا فکر ورسره وي چې یوه ورځ داسې راتلونکې ده، چې له خپلو دغو ګوډو او ماتو عملونو سره به د الله جل جلاله حضور ته دریږي او د خپلو کړنو حساب کتاب به الله جل جلاله ته ورکوي چې هلته بیا نه واسطه کار کوي او نه حسب او نسب انسان ته په کار ورځي

ددغې هیبتي ورځې د یاداشت لپاره انسان ته ضرور ده، چې د یو کامل پیر او مرشد څخه بیعت وکړي او د خپل نفس تزکیه وکړي.

په دې کار سره به یې نه یوازې دا چې د اخرت ورځ او هیبت په زړه کې ژوندی وي بلکه هغه قیمتي اوښکې به یې هم همیشه له سترګو بې اختیاره روانې وي کومې چې د شهید له مبارکو وینو سره په وزن، قیمت، او عزت کې برابرې دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *