زموږ ملا زموږ بقاء: – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

زموږ ملا زموږ بقاء:

د خامل وردګ لیکنه!

له سیکولرو او ملحدینو نه یې خدای راستي که «یوازې» د فیسبوک په لایفونو، پوسټونو، کمنټونو او لفاظیو وګټئ؛ او دا ځکه چې د بحث او مناظرې اصلِ اصیل دا دی چې کم له کمه به ستا مقابل لوری له تاسره ستا لومړی درجه عقاید خو مني، بیا به نو ته، په یو څه کې پرې د برلاسۍ تمه درلودی او قناعت ور کوی شې؛ نو وقتیکه چې هغه ستا خدای، ستا نبي، ستا د دین ارکان او ستا د تاریخ اول درجه قشر(صحابه کرام) بې خاره او بې واره ښکنځي او پسخند پرې وهي نو آیا د داسې چاسره به د چا پلار هم بحث وکړیشي؟!

نو بدیل څه دی؟

هغه څه چې دا نجسې او زهرجنې خزندې سخت ترې په ډار کې دي! هغه څه چې دا لعینان سخته ترې پاذاب دي! هغه څه چې د دوی سترګې یې د لیدو توان نلري؛ هغه د موږ تاسې په ټولنه کې د ملا ټولنیز راج، حیثیت او مذهبي مالکیت دی! دا هغه څه دي چې دا مخلوق داسې ویلې کوي لکه د ټکنده غرمې لمر چې یِخی اوبه کوي؛ نو که غواړئ چې د تل لپاره مو په ریښتینې معنا او د عمل په میدان کې د دوی بیخ وهلی وي، انتقام مو ترې اخیستی او خپل زړه مو پرې یخ کړی وي؛ نو ښه په اخلاص او صداقت سره خپل زوړ ملا او زوړ جومات وپالئ! تر شایې کلک ودرېږئ! په هر فرصت او هر حالت کې کلکه دفاع ترې وکړئ! او تر ټولو یې مهمه دا چې په عیبونو یې خولې پټې او خاشې واچوئ!

تاریخي او ځمکني شواهدو ته په کتو، زه درته په ډاډ سره وایم چې د موږ په منځ کې همدا د ملا وجود، ولسي مرکزیت او نه ختمېدونکی راج دی چې دا ولس یې د تاریخ په اوږدو کې له هر ډول دیني، ولسي او سیاسي آفت نه ژغورلی! که داسې نه وای، نو بیا ولې هر اشغالګر د دې مرکزیت په را خپلولو او یا ختمولو کې نه ستړې کیدونکې او سیستماتیکې هڅې کړې او کوي؟!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *