وسلوالو طالبانو د اختر په ورځو کې د نااعلان شوي اوربند له امله بریدونه بند کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

وسلوالو طالبانو د اختر په ورځو کې د نااعلان شوي اوربند له امله بریدونه بند کړي

وسلوال طالبانو سږکال د کمکي اختر په ورځو کې هم د نورو کلونو په څیر د نا اعلان شوي یو طرفه اوربند له امله په افغان ځواکونو خپل بریدونه درولي دي

وسلوالو طالبانو نن د اختر تر دوهمې ورځې پورې په ټول هیواد کې په افغان ځواکونو کوم برید نه دی ترسره کړی

د وسلوالو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوټیر پاڼه د پرون ورځې راهیسې هیڅ د کوم برید راپور نه دی نشر شوی

طالبانو تیره ورځ یوازې د باګرام په هوایي اډه چې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو غټه اډه بلل کیږي د توغندیز برید راپور ورکړی وو

تیر کال افغان دولت او وسلوالو طالبانو د اختر په لومړیو درې ورځو کې دوه طرفه اوربند اعلان کړی وو

سږکال بیا هم په وسلوالو طالبانو زیات فشار واچول شو، چې د افغانانو او افغان ځواکونو د هوساینې په خاطر اوربند اعلان کړي خو طالبانو په دې اړه رسماًً کوم اعلان ونه کړ

طالبانو د تیر په څیر په نااعلان شوی اوربند د اختر په ورځو کې خپل بریدونه درولي دي

خو افغان دولت او بهرنیو ځواکونو چې د اوربند نمایشي هڅې یې کولې د اختر په لومړۍ شپه او لومړۍ ورځ هم په افغان کلیوالو سیمو خپلې چاپې او هوایي بمبارونه جاري وساتل

د اختر په لومړۍ او دوهمه شپه یې په خوست، هلمند، لوګر، میدان وردګ، لغمان، پکتیکا، غزني او نورو ولایتونو کې په افغان کلیو چاپې ووهلې او تیره ورځ یې په پکتیکا چاربران ولسوالۍ کې د اختر په لمونځ کونکو بمبار وکړ، چې له امله یې لسګونه ملکي افغانان ووژل شول او یو شمیر نور یې ټپیان کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *