پکتیکا کې امریکایي ځواکونو د اختر په لمونځ کونکو بمبار کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

پکتیکا کې امریکایي ځواکونو د اختر په لمونځ کونکو بمبار کړی

د پکتیکا ولایت څخه راپورونه وایي، چې تیره ورځ د یاد ولایت په چاربران ولسوالۍ کې بهرنیو الوتکو په هغو خلکو بمبار کړي کوم چې د اختر له لمانځه اداکولو وروسته کورونو ته پرلاره وو

ځایي سرچینې وایي، چې په یاد بمبار کې ۷ تنه ملکیان وژل شوي دي

دا بمبار داسې مهال ترسره شوی چې د اختر په شپه هم افغان ځانګړو ځواکونو او بهرنیانو په هلمند، لوګر، او خوست کې په کلیو چاپې وهلې وې او شاوخوا پنځلس کسان یې وژلي وو

افغان دولت د اختر له رارسیدو وړاندې بار بار له وسلوالو طالبانو د افغانانو د خوښۍ د ورځې په خاطر د اوربند غوښتنه کوله خو په خپله یې د اختر په شپو ورځو کې هم په کلیوالو سیمو خپل شپیني عملیات جاري ساتلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *