نړۍوال جام: بنګلدیش له سوت افریقا نه لوبه وګټله، نن د پاکستان او انګلینډ ترمنځ ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

نړۍوال جام: بنګلدیش له سوت افریقا نه لوبه وګټله، نن د پاکستان او انګلینډ ترمنځ ده

تیره ورځ د کرکټ د روان نړۍوال جام سیالیو له لړ څخه د بنګلدیش او سوت افریقې ترمنځ لوبه وه

په تیره ورځ لوبه کې لومړۍ توپ وهنه بنګلدیش وکړه او سوت افریقې ته یې ۳۳۱منډې هدف وټاکه

د کرکټ د مبصرینو له قوله بنګلدیشۍ لوبډلې د سوت افریقې په وړاندې زوروره لوبه وکړه

سوت افریقه ونه تواتیدله چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي او د پنځوسو اورونو په لوبو سره د ۲۲ منډو په توپیر لوبه وبایلله

دا د سوت افریقا دوهمه لوبه ده چې بایلې یې، تردې وړاندې یې خپله لومړۍ لوبه انګلینډ ته بایللې وه

بنګلدیش په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټله

د دې سیالیو له لړ څخه نن د پاکستان او انګلینډ ترمنځ هم لوبه کیدونکې ده

نن سبا انګلینډ تر ټولو لوبډلو په مهم فوم کې روانه ده او د دې جام د ګټلو ټټر یې ډبولی دی

انګلینډ تر دې مخکې یوه لوبه کړې او ګټلې یې ده خو پاکستان بیا بایللې ده

ګورو به چې ننۍ سیالي څوک ګټي؟

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *