انسانانو ته د امام غزالي ”رحمه الله“ توصیه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان

انسانانو ته د امام غزالي ”رحمه الله“ توصیه

بدر ځلاند

امام غزالي رحمه الله فرمایي، انسان ته لازمه ده چې اول خو خپل ځان انسان جوړ کړي یعنې چې کوم انساني اخلاق او کمالات وي هغه په خپل ځان کې پیدا کړي

که له ځان څخه انسان نه شي جوړولی نو بیا حیوانات په درې قسمه دي

اول قسم هغه حیوانات دي چې انسان ته صرف نفعه رسوي لکه غوا، میښه، اوزه و غیره چې انسان ته شیدې ورکوي او غوښه یې هم د انسان لپاره نفعه وي

دوهم قسم حیوانات هغه دي، چې انسان ته نه نفعه رسوي او نه ضرر، لکه بعضې ځنګلي حیوانات چې په غرونو ،ځنګلونو کې اوسي او له انسانانو سره هیڅ تعلق نه ساتي

درېیم قسم حیوانات هغه دي، چې هغه انسان ته صرف ضرر رسوي لکه مار، لړم، غومبسه وغیره.

نو امام غزالي رحمه الله فرمایي چې که انسان له ځان څخه انسان نشي جوړولی نو بیا دې اول قسم حیوان له ځان څخه جوړ کړي

او که اول قسم حیوانیت نه هم تیر شي او ورته سخت شي نو بیا دې د دوهم قسم حیوان صفات په ځان کې راولي چې بل مسلمان ته یې که خیر نه رسیږي نو شر او ضرر هم باید ورته ونه رسوي

غزالي صاحب وایي، دریم قسم حیوان خو باید هیڅکله هم له ځان څخه جوړ نکړي چې خیر یې نه وي او صرف ضرر یې موجود وي

له همدې امله بهترین انسان هغه ګڼل کیږي چې نورو مسلمانانو ته یې خیر او نفعه رسیږي او ترټولو بد ترین انسان بیا هغه دی چې نورو انسانانو ته ضرر رسوي او خلک یې له ضرر څخه په امان نه وي

همدا د یو نبوي حدیث مطلب هم دی چې: المسلم من سلم المسلمون من لسانه ویده
نو باید مونږ په بهترینو انسانانو کې ځانونه راولو.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *