د کندهار د پېښې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د کندهار د پېښې په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کیږي

تیر ماښام ناوخته رسنیو خبر ورکړ، چې د کندهار د عینو مینې سیمه کې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د ورور شاولي خان کرزي د کور په خوا کې په داسې حال کې موټر بم برید تر سره شو چې د شاولي خان په کور کې د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان او د دفاع وزیر اسدالله خالد میلمانه وو

له سیمې ځینو سرچینو خبر ورکړ، چې له دغې زورورې چاودنې وروسته په سیمه کې ډزې روانې دي او پولیسو سیمې ته ورغلې لارې تړلي دي

له پېښې لږ وروسته د کندهار امنیه قومندان تادین خان په یوه لنډه ویډیویي وینا کې وویل چې برید موټر بم نه وو او د پولیسو په پوسته کې د ګرمۍ له امله ځینو مرمیو چادونه کړې

جنرال تادین وویل چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې مونږ له سیمې راوتلي وو او پرلاره روان وو، خبر راغی، چې چاودنه وشوه خو هېڅ تلفات نه لري

بل لور ته د کندهار ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول چې د چاودنې پرمهال اسدالله خالد او تادین خان د ولایت په مقر کې له والي سره ناست وو چې چاودنه وشوه

دفاع وزیر اسدالله خالد هم په یو لنډ صوتي پیغام کې وویل چې د پولیسو مرمیو اور اخیستی وو او کوم موټر بم برید نه دی شوی، دوی د چاودنې له ځایه لرې وو او کندهار کې ارامي ده

خو له سیمې څخه عیني شاهدان او ځایي خبریالان په تائید سره دا خبره کوي چې پیښه د شاولي خان کرزي په کور موټر بم برید وو، له پېښې وروسته ډزې اوریدل کیږي او په سیمه کې لاهم حالت ترینګلي دي او خلک په ویره کې دي.

پولیسو د پیښې ځای ته ورغلې ټولې لارې تړلي دي

بل لور ته په کندهار کې د میرویس روغتون مشر رسنیو ته ویلي چې د چاودنې له ځایه ورته تر دې دمه دوه تنه ټپي سرتیري وروړل شوي دي

د کندهار د ولایت مقام یو څه او جنرال تادین خان بل څه وایي او ځایي خلک او د سیمې اوسیدونکي بل څه او دفاع وزیر بل څه وایي

جنرال تادین وایي، چې مونږ پر لاره وو چاودنه رامنځته شوه، د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي وایي چې اسدالله خالد او جنرال تادین د ولایت مقام کې له والي سره په خبرو بوخت وو چې چاودنه وشوه، د سیمې عیني شاهدان وایي د شاولي خان پر کور موټر بم برید وشو

تر دې دمه نه د پیښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم د پیښې څرنګوالی او حقیقت څرګند شوی چې پیښه څه او څنګه رامنځ ته شوې ده؟

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *